افغانستان

پکتیا کې دولتي عسکرو یو دیني عالم په «خورا قساوت» سره وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په ګرده څیړۍ کې دولتي عسکرو د مفتي ذاکم ګل په نوم یو دیني عالم له تښتولو وروسته په خورا قساوت سره وژلی دی.

د سیمې خلک وايي، چې وړمه شپه د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په توریخلو سیمه کې د کمپاین په نوم دولت پلوه ملیشو مفتي ذاکم ګل ولد یوسف د شپې پرمهال له خپلې مدرسې څخه تښتولی؛ چې وروسته د نوموړي دیني عالم په مرمیو غلبیل جسد موندل شوی دی.

د پکتیا ولایتي اداره که څه هم ددې پېښې په تړاو بې خبري ښيي؛ خو د کمپاین په نوم ملیشه یې ځواک د لویې پکتیا(پکتیا، پکتیکا او خوست) ولایتونو کې د امریکايي استخباراتو(سي آی اې) هغه ملیشې دي، چې په بشري جنایاتو تورنې او د ولایتي چارواکو له کنتروله دباندې د ولسي خلکو پرضد خپلسري عملیات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx