افغانستان

تر غني وروسته د اقتصاد وزارت اعتراف؛  نوي سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» اعتراف وکړ چې په واکمنۍ کې یې نوي سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندې دي؛ د حکومت اقتصاد وزارت هم یادې څرګندونې تایید کړې.

د اقتصاد وزارت چارواکو «طلوع نیوز» ته منلې، چې د هیواد نوي سلنه وګړي د فقر تر کرښه لاندې دي او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

د چارواکو په خبره، هغه کورنۍ چې اته یا نه تنه غړي لري او میاشتنی عاید یې تر ۳۵ زره افغانیو او ورځنی عاید یې تر دوه ډالرو کم وي؛ دوی  د فقر تر کرښه لاندې حساب کړې.

دوی وایي، پورته اندازه رقم یې د خوراکي توکو، جامو، سرپناه او روغتیایي توکو اړتیاوو ته په کتو د معیار په توګه حساب.

د اقتصاد وزارت ویاند «سهراب بهمن» وایي «تر دې وړاندې زموږ معیار ۱.۲۵ ډالر وو، خو اوسنی دوه ډالره دی، چې د توکو د بیو لوړوالي ته په کتو په نظر کې نیول شوی، او نړیوال معیار هم دوه ډالره دی.»

که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده پورته شمېرې د کومو څېړنو په بنسټ یادې شوې؛ خو د هیواد یو شمېر بنسټونه وایي، اوسنیو شرایطو ته په کتو د فقر حقیقي سلنه همدومره اټکل کېدلای شي.

یاده دې وي، چې اشرف غني داسې مهال د فقر په لوړېدو اعتراف کوي؛ چې نوموړي د خپلو دواړو دورو حکومت په مهال ژمنه کړې وه، د خلګو په دسترخوان کې به تغیر راولي او اقتصاد به رغوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یعنی ودی ظالمانوته دا عادی ښکاری او په ډیر غرور ، فضاحت او بیشرمی سره وایی چی نوی سلنه افغانان د فقر تر کرښی لاندی ژوند کوی.
د الله تعالی او د ملائیکو او د ټولو انسانانو ل…دی وی پر داسی ظالمانو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x