افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپايي اتحادیه: بین الافغاني مذاکرات باید نور ونه ځنډول شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  په داسې حال کې چې د حکومت له لوري د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه ملاحظات راپورته شوي، او له امله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي؛ په کابل کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي «رولانډ کوبیا» د یادو مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې.

رولانډ کوبیا دغه څرګندونې پر خپل ټویټر لیکلي. نوموړي ویلي «بین الافغاني مذاکرات باید شروع او نور په هیڅ دلیل ونه ځنډول شي، د وروستي بندي خلاصون ښایي، په بین الافغاني مذاکراتو کې له لومړي بحث (اوربند) سره مل وي.»

اروپایي اتحادیه داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو غږ کوي، چې حکومت د بندیانو د تبادلې په پروسه کې تازه ملاحظات راپورته کړي او د نږدې شپږ سوه طالب بندیانو له خلاصون یې انکار کړی.

حکومت په لومړیو کې ادعا درلوده چې یاد شمېر بندیان په جنایي جرمونو ککړ دي؛ خو اوس وایي، نړیواله ټولنه ورسره د هغوی د خلاصون په اړه موافقه نه کوي.

په ورته وخت کې طالبان بیا د خپلو بندیانو په تړاو د حکومت ادعاوې ردوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په وړاندې یې د خنډونو جوړولو هڅې نوموي.

د طالبانو له قوله، دوی کله هم د بهرنیو اتباعو او جنایي بندیانو د خلاصون هڅه نه ده کړې او د خپلو زندانیانو اړوند هر ډول سپيناوي ته تیار دي.

د بندیانو په پروسه کې د حکومت ملاحظات داسې مهال دي، چې د هیواد د ننه او د باندې بېلابېل جهتونه د یادې پروسې د بشپړولو غوښتونکي دي.

د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» هم غږ کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په خاطر حکومت ژمن دی د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

کوبیا ! ته بیا څه سر پیاز څه ک.. پیاز چی ږغیږی او په آمرانه انداز سره وایی چی مذاکرات باید په هیڅ دلیل ونه ځنډول سی . هغه وخت ته چیری وی چی بادارانو مو د طالبانو سره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او ۱۰۰۰ تنه غلامانو د خلاصون توافق کاوه ؟
پدی ښه پوره پوه سه چی نور مات یاست او طالبان تر پخوا ډیر غښتلی دی .

طوطی

ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وی. له کافرو سره مو د بندیانو توافق امضاء کړ هغوی سره مو سوله وکړه ډیر خوشحالانی تاسی کولی چی دغه دی په خیر سبا بل سبا به کابل ته ځو رنګ مو ورک شه ###########

جمیل

طوطی وروره السلام علیکم ۱- که ځان ته مسلمان وایو او د الله تعالی پر وحدانیت او د هغه پر رسول شهادت ورکوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو کرامو متابعت کوو نو ، که مو ظالم کفری یرغلکر مځکه اشغال کړی او ټوله واک واخلی نو د خپل مبارک دین او خپلی مځکی د خلاصون لپاره څه وکړو ؟ ۲- او که ځانته افغان وایو او پر خپل افغانیت او خپل هیواد ویاړو خو دا ګران هیواد او میړنی ولس مو د بهرنی اشغالګرو د خوا یرغل سی او ټوله واک واخلی… نور لوستل »

عظیمی

سلام علیکم ایا ستا نوی مارشال تپوس ګیلم جم به ډیر ی غلاوی ، چور ـ وژنه ـ جنسی تیری …. کړی وی که دغه طالب بندیانو. خپله د خپل ویجدان په ترازو کی دا ۵۹۲ طالبی بندیان یوی خواته او عبداله ـ نور ـ ګل ببوی ـ ګلم جم او څه نور چه یا ستا سلاحکاران ـ مرستیلان یا قومندانان دی، بلی خواته واچوه او ورته وګوره چه چا ډیر حقالعباد تر پښو لاندی کړی دی. په هغه چا چه ستا د باته کیدل موده په ارګ کی وږدیږی وزارت مارشالی جنرالی قومندانی او نور منصبونه ورکوی. مګر د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x