ټولنیزه برخه

د خپل وخت له قاتلینو سره اشنا شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که تاسو هم د هغو کسانو برخه یاست، چې ناڅاپه په دې باندې پوهېږﺉ او وینئ، پرته له دې چې کوم کار مو کړی وي، خپل وخت مو له لاسه ورکړی دی، باید د هغو لاملونو په لټه کې شئ، چې د ډېرو ساعتونو لپاره تاسو بوختوي او وروسته له دې، د خپل وخت د بېځایه تېرېدو په خاطر مو تاسو ته د اندښېنې او خواشینۍ احساس در کوي، بده نه ده، چې لاندې تور لېست ته وګورﺉ او ښایي د وخت قاتلین مو پکې شتون ولري:

بې تصمیمي:
ډېری کسان دا چې له خوبه را ویښ شي، په دې باندې پوهېږي، چې د نن لپاره څه کارونه لري، خو ډېری کسان د خپلو کارونو د لومړیتوب بندۍ لپاره مشخص پروګرام نه لري او همدا بې پروګرامي د دې سبب ګرځي، چې له یوه خاښ څخه بل خاښ ته والوځي، په دې وضعیت کې ترڅو چې پوهېږﺉ، ورځ مو پای ته رسېدلې ده.

په انټرنېټ کې ښکته او پورته ګرځېدل:
ټاکل شوې وه، چې انټرنېټ د وخت په سپما او د لګښتونو په را کمولو کې یوه وسیله شي، خو کله وخت ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کول مو ټول وخت بېځایه تېروي. ښایي تاسو هم ورسره مخامخ شوي وﺉ، چې د یوې ځانګړې موضوع په اړه د څېړنې لپاره، دومره له یوې پاڼې څخه بلې پاڼې ته تللي یاست، چې اصلي موضوع مو هېره شوې ده.

موبایلي او کمپیوټري ګېمونه:
بېلابېل کمپیوټري ګېمونه د وخت په تېرېدو کې داسې مهارت لري، چې د څو ساعتونو له ګېم وهلو څخه وروسته نه د ستړیا احساس کوﺉ او نه هم د وخت تېرېدو ته متوجه کېږﺉ، نن ګرځنده ټیلیفونونه هم د ګېم لپاره کافي امکانات لري، ترڅو ناڅاپه، په کارځای، پوهنتون او یا بل هرځای کې، چې ومو غوښتل لږ ګېم ووهﺉ، تاسو په لومه کې را ګیر کړي او ګټور وخت مو بېځایه تېر کړي.

له دوستانو سره خبرې کول:
کله وخت ټیلیفوني خبرې او کله وخت ناڅاپي لیدنې د دې سبب ګرځي، چې ټول وخت مو په خبرو کولو تېر شي، چې هېڅ ګټه هم نه لري.

تاسو ته وړاندیز نه کېږي، چې موبایل مو بند کړﺉ یا کله چې خپل دوست مو ولیده، نو مخ ترې وګرځوﺉ، بلکې سپارښتنه کېږي، چې د خپلو خبرو اترو مدیریت ته ښه والی ور وبښوﺉ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله

میاخیل صاحب سلامونه می منی ښه مطلب مو غوره کړی او ترجمه کړی مګر ددی مطلب په لاندنی بندونو درسره موافق نه یم یو د مبایل بندول ځکه په اوسنی عصر کی ډیری رابطی په مبایل پوری تړل شوی دی، کیدای شی د مبایل په بند ساتلو د لوی مشکل سره مخ شو او و نه شو کړای په وخت خبر تر لاسه کړه او مناسب اقدام وکړو، او دوم د دوستانو نه د مخ اړولو سره د هم موافق نه یم ښه خبره ده چه وخت ته متوجه و اوسو او وخت کنترول کړو، خو مطلق د دوست یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx