ورزش

د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ راتلونکې کال ته وځنډیدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ د کرونا وبا له کبله راتلونکې کال ته وځنډیدې.

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د جولایي په ۲۰مه نېټه په خپله مهمه غونډه کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر د شل اوریزو نړیوال جام د ځنډولو پریکړه وکړه. له دې وړاندې د سږکال اسیایي جام سیالۍ هم راتلونکې کال ته ځنډیدلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر مانو ساهني په یاده غونډه کې وویل، د ۲۰۲۰م کال د شل اوریزو نړیوال جام د ځنډولو پریکړه له اوږدو ناستو او ډير غور وروسته وشوه». د نوموړي په وینا چې په دې پریکړې سره نورو نړیوالو سیالیو ته لارې او انتخابونه پرانېستل شول.

د کرکټ نړیوالې شورا په یاده غونډه کې د راتلونکو درې نړیوال جامونو په اړه پریکړه وشوه.

د ۲۰۲۰م شل اوریزو نړیوال جام به د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې پېلیږي او د نومبر په ۱۴مه به پایلوبه ترسره کیږي.

د ۲۰۲۱م شل اوریزو نړیوال جام به د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې پېلیږي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۳مه ترسره کیږي.

دغه راز په ۲۰۲۳م کال کې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالۍ به په هندوستان کې په اکتوبر میاشت کې پېلیږي او پایلوبه به د ۲۰۲۳م نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

دا پریکړه داسې مهال کیږي چې دوه ورځې وړاندې د هند کرکټ بورډ په سپتمبر میاشت کې د خپلو سوداګریزو سیالیو (IPL) د ترسره کولو اعلان وکړ. دا سیالۍ هم د کرونا وبا له کبله ځنډیدلې وې چې اوس یې د ترسره کولو پریکړه وشوه.

د یادونې ده چې د روان کال شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر او نومبر میاشتو په موده کې په استرالیا کې ټاکل شوې وې چې اوس راتلونکې وخت ته وځنډيدې.

د کرونا وبا له کبله له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ټول سپورتي فعالیتونه ځنډيدلي وو، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې له فوټبال وروسته نړیوال کرکټ هم پرته د نندارچیانو له شتون څخه پېل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx