ټکنالوژي

د پاکستان مخابراتي ادارې «ټک ټاک» ته د بندولو وروستی خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان مخابراتو اداره (PTA) د بې حیایۍ او غیر اخلاقي ویدیویي موادو شریکولو په تور مشهور اپلیکیشن ټک ټاک ته د تړلو وروستی خبرداری ورکړی او په دې لړ کې یې د بیګو په نوم کاریال تړلی دی.

ټک ټک یو چینایي ویدیویي کاریال دی چې له مخې یې کاروونکي کولی شي په نورو یا خپلو غږونو سندریزې او یا نورې ویدیو ثبت او پر دې خپره کړي.

د پاکستان مخابراتو ادارې په وینا، د ټولنیزو رسنیو مشهور کاریالونه ټک ټاک او بیګو، چې په اسانۍ سره له بې حیایۍ ډک او غیر اخلاقي مواد خپروي، په اړه بېلا بېل شکایتونه ترلاسه کړي چې دا په ځوان نسل خورا منفي اغیز کوي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د پاکستان مخابراتي ادارې لخوا له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو شرکتونو ته د ملي قوانینو او اخلاقي حدودو سره سم د غیر اخلاقي موادو کنترول ساتلو او منځګړیتوب لپاره خبر ورکړی و، خو ددې شرکتونو ځواب د قناعت وړ نه و.

له همدې امله یادې ادارې په پاکستان کې د بیګو کاریال په بشپړ ډول تړلی او ټک ټاک کاریال ته یې په دې اړه وروستی خبر ورکړی دی، تر څو د غیر اخلاقي او له فحاشۍ ډکو مینځپانګو د کنترول لپاره هره اړخیزه طرحه رامنځته کړي.

باید وویل شي چې څو موده وړاندې د پاکستان د لاهور په ستره محکمه کې یوه قضیه ثبت شوه، په کومه کې چې د ټک ټاک ویدیویي کاریل د بندولو غوښتنه شوې وه، قضیه کې یاد کاریالونه په اوسني عصر کې د ځوان نسل لپاره یوه لویه فتنه بلل شوې وه او ویل شوي چې د ټولنیزو رسنیو دغه کاریالونه د فحشا او بې حیایۍ خپرولو یوه ستره وسیله ګرځېدلې ده.

له دې وړاندې د پاکستان مخابراتي ادارې مشهور ویدیویي انلاین ګیم (پب جي) د محدود وخت لپاره تړلی و، ددې ګیم په اړه ویل شوي وو چې وګړي روږدي کوي، وخت ضایع کوي او د ماشومانو او ځوانانو رواني او فزیکي روغتیا باندې جدي منفي اغیز کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx