افغانستان

ولسي جرګې د رایو په اکثریت د اشرف غني «ملي دسترخوان» پروګرام رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره د «ملي دسترخوان» تر نامه لاندې د اشرف غني له لوري پیلېدونکی پروګرام رد کړ.

د کابل حکومت مشر وړمه ورځ د «وچې ډوډۍ» د پروګرام په بدل کې د ملي دسترخوان پروګرام د پیلېدو خبر ورکړی وو او یاده کړې يې وه،  چې د ۲۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت به یاد پروګرام په ټول افغانستان کې پیلېږي.

د ولسي جرګې په خپله پرونۍ غونډه کې له یاد پروګرام سره سخت مخالفت وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې تر سبا پورې باید د مالیې وزیر په همدې تړاو استجواب شي.

دولسي  جرګې غړي وایي، یاد پروګرام غیر شفاف دی او د مالي تمویل د سرچینې په اړه یې هيڅ سند له دوی سره نه دی شریک کړی.

د پارلمان وکیلان یاد پروګرام په مالي امورو کې د حکومت د خپلسریو بېلګه بولي او په دې اند دي، چې د «ملي دسترخوان» پروګرام د «چور »او پراخ فساد ته د زمینې برابرولو په موخه برابر شوی.

ددوی له قوله، په داسې حال کې چې د هیواد پنځوس سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کېدو وړ نه دی.

یاده دې وي، چې غني داسې مهال د ملي دسترخوان پروګرام د پیلېدو اراده کړې وه، چې د کرونا د ناوړه اغېزو د راکمولو تر نامه په ترسره شویو ټولو پروګرامونو کې پراخ فساد شوی، د ساه اخستلو ماشینونه پاکستان ته قاچاق شوي، د وچې ډوډۍ په وېش کې سلګونه میلیونه افغانۍ حیف و میل شوې او د کرونا لپاره ځانګړې شوې بودیجه شخصي جیبونو ته تللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x