نظــر

افغان سوله، د خلیلزاد ماموریت او دویمه مرحله

سردار محمد همدرد

کله چې موږ د خپل هېواد د تاريخ خبره کوو حتما ورسره د غرور او افتخاراتو بحث کوو، د نړۍ هر ملت ځانته تاريخ لري، د تاريخ قاعده همداده چې مثبت کريکټرونه ستايل کيږي او منفي کريکټرونه د پيغور په شکل پاتې کيږي.

کله چې د تاريخ بحث کوو زه په خپل افغان تاريخ وياړم، دا سمه ده چې لوړ افتخارات لرو، دا هم ده چې د ګندومک غوندې شرميدلي تړونونه هم لرو، نه غواړم چې بحث تاريخي شي؛ غواړم چې په څلویښتو کلونو ناخوالو د سولې په مسئله او پر اوسني وضيعت بحث وکړم، کله چې روسانو زموږ په ګران هېواد باندې نظامي حمله وکړه، افغان ملت يې پر وړاندې ودريده، دوه نيم ملیونه شهيدان، يونيم ملیون معلونين او معيوبين، شپږ ملیونه د مهاجرو قربانيو سره روسانو ماتې وخوړه،افغانانو په لويه قربانۍ ازادي واخيسته، د قربانيانو ثمره چې د افغانانو ارادو ممثل نظام وه، جوړ نشو چې ددې علت د جهادي مشرانو د واک، شخصي ګټو او بې اتفاقۍ مسئله وه.

کمونستانو باندې ډير بحث نه کوم، د هغو ملامتي د همدغه ځای څخه شروع کیږي چې روسانو ته يې د راتګ زمينه برابره کړه.

د مجاهدينو د مشرانو د مخالفتونو له وجهې د طالبانو اسلامي تحريک په نامه يو حرکت رامنځته شو او  پنځه کاله يې دوام وکړ، طالبانو امن تامين کړ خو د نړۍ سره يې ديپلوماتيکه ژبه رامنځته نه کړه، چې په نتيجه کې يې امريکايانو اسامه بهانه کړ او د ناټو د چوکات لاندې يې شاوخوا څلویښتو هېوادونو د امريکا تر مشرۍ لاندې نظامي حمله وکړه د دريو شعارونو لاندې دوی افغانستان ته راغلل؛ يو شعار يې دا وه چې تروریستان له منځه وړو، دوهم شعار يې مواد مخدره له منځه وړل او دريم يې ښه حکومتداري رامنځ ته کول.

د امريکايانو درې واړه شعارونه برعکس شول، هغه وخت مواد مخدره صفر وه اوس دوه لکه هکتاره مځکه کرل کيږي؛ طالبان چې دوی تروریستان بلل، شاو خوا اوولس کاله وروسته ورسره کښيناستل، د ښې حکومتدارۍ په نامه يې داسې نظام پريښوده چې نه پکې عدالت شته او نه ښه خدمت.

ماپخوا هم دا خبره کړې وه چې هره خبره په بهرنيانو تپل ندې پکار، پنځوس سلنه که بهرنيان ملامت دي پنځوس سلنه موږ په خپله ملامت یو، يو ښه مثال يې د طالبانو د حکومت ړنګيدو څخه وروسته چې امريکایانو وويل چې طالبان ترورستان دي؛ د وخت حکومت او سياسينو امريکايانو څخه زيات شعارونه ورکول، د طالبانو ځپلو هڅه يې وکړه.

دوی افغانستان تاریخ سم نه وه لوستی چې د سياست په  انتقام دا هېواد نه چلیږي.

راځم چې اوس موږ په کوم حالت کې يو؟

اوسنی ولسمشر اشرف غني ته څه کول په کار دي؟

سياسينو، طالبانو، نړيوالې ټولنې په خاص ډول امريکا او متحدين ته څه کول په کار دي؟

اوله خبره داده چې د سولې لپاره فرصت رامنځ ته شوى دا فرصت بايد مديريت شي، زه شاوخوا دوه کاله کيږي چې د افغانستان سوليیز بنسټ کې د سولې په برخه کې عملي کار کوم، ما وليدل چې د سولې په مخکې لوی خنډونه پراته دي، خو اوس وخت د سولې ښه فرصت دی، موږ هميشه ويلي دي چې د سولې په برخه کې  طرفونه په خپل منځ کې قناعت نه کوي بلکې منځګړي او خيرخوا خلک کولاي شي چې د سولې په  برخه کې مثبت رول ولوبوي.

ما پخوا په خارجيانو په خاص ډول په امريکايانو شک درلود  چې سولې ته دوی خنډ دي حقيقت هم دا وه چې مخکې د امريکا د ستراتيژي جنګ لپاره جوړه شوې وه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې خليلزاد د سولې لپاره وټاکه چې واقعیت د سولې لپاره د ښاغلي خليلزاد هڅې د ستايلو وړ دي.

په قطر کې یې د طالبانو رسمي دفتر پرانيسته، طالبانو سره يې مخامخ خبرې پيل کړې يعنې د سولې په برخه کې کافي پرمختګ وشول.

دا چې تر اوسه د سولې له تړون څخه ۱۳۵ورځې تیریږي حکومت او طالبان یو پر بل تورونه لګوي، حکومت وایي چې طالبان سوله نه کوي، طالبان وایي چې حکومت سولې ته ژمن نه دی اوله خبره داده چې کله د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په ‌دوحه کې تړون لاسلیک شو دا یو لوی تاریخي کار وشو په دې تړون کې داسې راغلي چې د طالبانو پنځه زره بندیان او ده حکومت به زره بندیان خوشي کیږي.

د بنديانو د خوشي کیدو څخه وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي. دا تړون یو ډول مخکې ولاړاو وروسته بیا د حکومت له خوا په شپږ سوه بندیانو ستونزه رامنځ ته شوه چې وروسته دا پروسه وځنډېدله،که څه هم خلیلزاد چې هر سفر کاوه مخکې او وروسته به یې د حالاتو په تړاو د حکومت سره مشورې کولې حکومت به همدا خبره کوله چې زموږ سره مشورې کیږي. په وروستي پړاو کې حکومت ناراځي ښکاره کړه،کله چې سوله کې پرمختګ خبره کیږي ډيرپرمختګونه شوې دي داځل طالبانود پسرلني عملیاتو اعلان نکړل.

بله ښه خبره داده چې خارجیان او طالبان دواړه دا مني چې پنځو آډو څخه خارجیان وتلی دي او خارجي عسکرو په تشکیل کې کمبود راغلی دی. زه حکومت ته دا ویم دومره لویه مسئله په شپږوسو بندیانو باندې ستونزه مه جوړه وه چې  ۴۴۰۰ خوشي کیږي۶۰۰ کسان دې هم خوشي شي.

په کاره ده چې ژرترژره بین الافغاني مزاکراتو  ته ولاړسوترڅو موږ په آینده افغانستان او دوام داره سوله باندې بحث کو.

د سولې مسئله کې اول موږ افغاناتو ته په کار ده چې خپلې ارادې اونيتونه سم کړو، کله چې خبره دنظام کيږي افغانستان خلک الحمدالله ټول مسلمان دي اواسلامي نظام غواړي.

اول زه اولسمشر غني ته وايم ته دکومو ملي ګتو ارزښتونوخبره کوئ؛ فساد اوج ته رسيدلي دی ټولې حکومتدارې څخه دې دوکانداري جوړه شوې ده هرڅه په مصليحتونو روان دي ،زه يوازې او يوازې دسربازانو قرباني منم، نه ستاسو اولادونه وژل کيږي اونه تاسې يې پروا لرئ؛سربازچې مړشي بيا يې ښځه اوبوډۍ مور فقر کوي.زه وایم اول داموجوده حکومت به خپل دننه کې دومره خراب دی چې دچلولونه دی دلته باید اساسي تغیر راشي.

اوس وخت دسولې لپاره تر ټولو بهترين وخت دى،ترډیرو خبرو سلامت اوملامت به تيریږو اول اولسمشر اشرف غني باندې ږغ کوم چې دسولې لپاره دې اراده سمه کړه،په طالبانو او ټولوسياسیون باندې ږغ کوم داسلامي او افغاني هوډ پراساس دسولې دموجوده اوتاریخي فرصت  راځي  په ګډه مديريت کړو.په داوروستیوکې افغانستان سولییز بنسټ د شاوخوا اوویشت سیاسي احزابو دوه زره شاوخوا مدني اوکلتوري ټولنو افغانستان زونونواوقومي شوراګانوسره ګدې ناستې کړې دي چې ټولوپه یوه خوله جنګ غندلی اوسوله یې ددې وطن لومړيتوب بللی دی پدې وروستیوکې دسولییزبدولون بنسټ په رهبرۍ محمد دحیکم الکوزي دکرونا ضد درمل پروسه چې شاوخوا دوه ملیونه هېوادوالوته په وړیا ډول ورکړل شوه اومدیریت شوه،زموږ بنسټ به ددې وروسته چې هرڅوک دسولې پرضدوي په وړاندې یې اولسي  پاڅون اومدني غونډي جوړه وي.

نړيواله ټولنه همسايګان ټول بايد په خپلو منفي ستراتيژيكو کې تغيرات راولي نوربایددهمکاريو اومثبتو ټکو پراساس مخ ته ولاړشو،ژر ترژره بايد بين الفغاني مزاکرات پيل افغانان بايد خپلې ارادې ته پريښودل شي تر څو موږ په نړۍ کې ديوه اوږد اوخطرناک جنګ څخه خلاص شو.

په ګران هېواد کې د دوامدارې سولې په هېله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x