ورزش

ميسي د لاليګا سيالۍ په يوه نوي ريکارډ پای ته ورسولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د برسلونا لوبډلې د ملا تير، د نړۍ مشهور نامتو ستوري ليونل ميسي د ۲۰۱۹-۲۰م کال لاليګا فوټبال سيالۍ په يوه بل نوي ريکارډ پای ته ورسولې.

ليونل ميسي په هسپانوي ليګ «لاليګا» کې لومړی لوبغاړی شو چې په يو سيزن کې له شلو زيات ګول پاسونه کوي.

له دې وړاندې دغه ريکارډ د هسپانوي لوبغاړي چاوي هرنانډس په نوم و چې په ۲۰۰۷-۰۸ کال کې يې په يو سيزن کې ۲۰ ګول پاسونه کړي وو. اوس دغه ريکارډ ميسي په خپل نوم کړ.

ددې سربېره نوموړی تېره اونۍ په يو سيزن کې په یوه وخت د ۲۰ ګولونو وهلو او ۲۰ ګول پاسونو ريکارډ هم په خپل نوم کړی و.

دغه راز یې په ۲۰۱۱/۱۲م کال لالیګا سیالیو کې په یوه سیزن کې د زیاتو ۵۰ ګولونو ریکارډ هم خپل کړی و.

د ډیپورتو الاویس پر وړاندې د لالیګا لیګ وروستۍ سیالۍ کې لیونل میسي د یوه داسې ریکاډ خاوند شو چې تر اوسه یې هیڅ لوبغاړی په خپل نوم نه لري، هغه په ۱۰۰۱ ګولونو کې شرکت کړی، چې ۷۰۳ ګولونه یې وهلي او ۲۹۸ ګول پاسونه یې کړې دي.

له دې وړاندې د میسي لوبډلې برسلونا په داسې حال کې د لالیګا سیالیو اتلولي له لاسه ورکړه چې لوبډله کې شدید اختلافات رامنځته شوي وو، نوموړي د اتلولۍ له لاسه ورکولو وروسته پر اداره، روزنې برخه او د لوبغالو ترمنځ ناسمو اړیکو غبرګون وښود، چې په رسنیو کې یې د پام وړ بحثونه رامنځته کړل.

د برسلونا لوبډله په لالیګا سیالیو کې د ریال مدرید لوبډلې ۸۷ پواینټونو پر وړاندې په ۸۲ پواینټونو سره په دویم نمبر شوه.

ددې هر څه سربېره ۳۳ کلن لیونل میسي وتوانېد د روان کال لالیګا سیالیو «پيچیچي» جایزه د اووم ځل لپاره په خپل نوم کړي. هغه په ۲۳ ګولونو او ۲۱ ګول پاسونو له بل هر لوبغاړي وړاندې دی.

دغه راز شپږ واره د بالون ډور» جایزې ګټونکی میسي د اوم وار لپاره هم د یادې جایزې ګټلو په درشل کې و، خو د فرانس فوټبال ادارې لخوا ددغه کال د کرونا وبا له کبله د فوټبال اغیزمن کېدلو په پار یاده جایزه لغوه اعلان شوه.

باید وویل شي چې لیونل میسي به د اګست میاشتې په ۸مه نېټه یو وار بیا د اروپا اتلانو لیګ په سیالیو کې د خپل سیال لوبډلې (ناپولي) پر وړاندې د شپاړسم پړاو په پریکړه کونکې لوبه کې راڅرګندیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx