افغانستان

د ننګرهار او لغمان بريښنا دپولیسو قوماندان قطع کړې

د نغلو له بند څخه دننګرهار او لغمان ولایتونو ته دبرېښنا غځیدلي مزي دمحلي پولیسو دقومندان جان اغا له خوا په ډزو ویشتل شوي او یادو ولایتونو دبریښنا جریان قطع شوی.

تیر ماښام یو ناڅاپه دبریښنا دقطع کیدوله امله دننګرهار  او لغمان ولایتونه په توره تیاره کې پټ شول  چې تر دې دمه لا دبريښنا جریان نه دي فعاله شوی، له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه کاږي په دې سخته ګرمي کې دبریښنا دنه شتون له امله دیادو ولایتونو خلګ له سختو مشکلاتو سره مخ دي .

دپولیسو قوماندان جان اغا وایي،  دا کار یې ځکه کړی چې دننګرهار حکومتي ادارې ددریو میاشتو معاش نه دي ورکړي. په ننګرهار کې دبریښنا ریاست چارواکي وایی دبریښنا دبیرته فعاله کولو لپاره یې سیمې ته تخنیکي کسان لیږلي خو دمحلي پولیسو دقومندان جان اغا لخوا نه پريښودل کیږي ترڅو دبریښنا قطع شوي مزي بیرته له سره پیوند شي.

خالد عزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x