
د وزیر گل ځواب که د راکټ ډز؟«يوه پخوانۍ خاطره»
حفيظ الدين پيرزاده
نویمه لسیزہ وہ، په کابل کې د قدرت پر سر کورنۍ جگړہ ښه په جوش کې روانه وہ. زموږ کور په پیښور کې و.
ھماغه مھال یوہ ورځ وزیر گل موږ کرہ راغلی و. په پوزہ کې یې د اضافې غوښې څخه شکایت کاوہ؛ راته کړل یې: دوہ ځل مې عملیات کړہ خو بیا مې ھم د شپې پوزہ بندیږي، څه چم وکړم؟!
ما ھم ھمدا ستونزہ لرله، خو ما یو رنگ سپرې چې زائینوسین نومیدہ، کاروله. د شپې تر ویدہ کیدو مخکې به مې دوا په پوزہ کې واچوله او ویدہ به شوم خو نیمه شپه به مې بیا پوزہ بندہ شوہ، له خواږہ خوبه به یې راویښ کړم.
ما وزیر گل ته وویل: راځه د ستوني او پوزې متخصص پاکستاني ډاکتر رفیق کلینک ته ورشو او ھلته پر ھغه دا وړوکی عملیات وکړو.
وزیر گل وویل: پاکستانی ډاکتر رفیق یو ستر متخصص دی، د ھغه په شخصي کلینک کې عملیات ډیرہ ښه خبرہ دہ خو فیس یې د سړي په سر یو نیم زر کلدارې دی، دا قیمت به څوک پرې کوي؟
ما ورته کړل: د میاشتې په آخر کې به وخت ترې واخلو، زما تنخوا راځي او نیمه به پرې دوړہ کړو.
ھغه راته په دعاو پیل وکړ، د رښتیني ملگري ټول ښه صفتونه یې زما لمن ته را واچول.
ما ورته کړل: مننه ورورہ! خو ستا د فیس په اړہ به لږ چنې ورسرہ وھم.
ھغه وپوښتلم: نو څه به ورته وایې؟
ما ورته کړل: زہ به ورته وایم چې تاسې د سړي سر یو نیم زر کلدارې فیس اخلئ! او بیا ستا سر ته اشارہ کوم او وایم: نه خو دا سر د سړي دی او نه دا پوزہ په یو نیم زر کلدارو ارزي؛ نو که په فیس کې لږ گنجائش راسرہ وکړئ!
وزیر گل د دعاو له موډ څخه د ښیراو مورچل ته روان و چې ما د چای راوړلو په بھانه ترې کور ته پښې سپکې کړې!
زہ بله ورځ د ډاکتر رفیق د ناروغانو کتنځای ته ورغلم، وخت مې واخیست او وزیر گل مې ھم خبر کړ.
د میاشتې په آخر کې په ټاکل شوې ورځ، زہ او ھغه د ډاکتر کلینک ته ورغلو.
تر لږ انتظار پس یوہ تورہ نرسه چې اردو یې ویله، موږ د ډاکتر رفیق معاینه خانې ته ور مارش کړو.
بیرون سخته گرمي وہ، خو د ډاکتر رفیق کتنځای داسې یخ و چې موږ احساس کاوہ د تنارہ له لمبو د سالنگ پر تونل ور ننوتلو.
موږ سلام وکړ، ډاکتر رفیق چې خولې ته یې ھغه د کرونا په شان ماسک اچولی و او پلاستیکي دستکشې یې ھم په لاس کړې وې، د سر په خوځولو راته په وړو څوکیو د کیناستو وویل.
خپله ډاکتر او دوہ نرسانې د بانداژ سپین ټوکران په یوہ مخصوص لوښي کې اچول او بیا یې پرې د اوبو پشان سپین مایع ور تویول.
ډاکتر رفیق له خولې ماسک کوز کړ او موږ ته یې وویل: دا سپینې نرمې ټوټې مې د بیھوښۍ پر دوا لمدې کړي، ستاسې پوزې به پرې ډکوم، تر څو د پوزې د غوښې د سوځیدو پر مھال درد احساس نه کړئ!
نو راشئ، لومړی څوک راځي؟
ما وزیر گل ور مخته کړ. ډاکتر خپل ماسک سم کړ، نورې دستکشې یې په لاس کړې او وزیر گل یې په یوہ لویه څوکۍ نیم ملاست کیناوہ.
خو ډاکتر رفیق چې کله ھغه ته پوزہ کې د بیھوښۍ پر دوا لمدې سپینې ټوټې ور ایښودې، وزیر سخت شکایت، ویش او وای کاوہ.
د وزیر گل آہ او فغان چې لږ نور ھم زیات شو، ډاکتر خپله پروسه ودروله، د خپلې خولې څخه یې ماسک زنې ته را ټیټ کړ او بیا یې ورته وویل:
ځوانه! ستاسې د کابل خلک ( پیښوریان ټولو افغانانو ته کابلیان وایي ) خو ډیر بھادر او غیرتي خلک دي!! ستاسې زنانه دلته راځي، زہ ورته تر دې غټې اپریشنې بې د بیھوښي له دوا څخه کوم، څوک یې اخ ھم نه اوري!
خو تاته مازې لمدې ټوټې په پوزہ کې ږدم او چیغو دې ټول کلینک په سر اخیستي!
نه پوھیږم ته ولې دومرہ ویرندوکی یې، ولې دومرہ بې غیرته یې؟! ستا د بې غیرتۍ لامل څه دی؟
وزیر گل فورا ځواب ورکړ:
ډاکتر صیب! زہ په پاکستان کې را لوی شوی یم!!!
د وزیر گل د ځواب په اوریدو، زہ له ډیرې خندا نژدې له څوکۍ را لویدلی وم او د ډاکتر رفیق خوله تر ډیرہ ھمداسې وازہ پاته وہ!
نه پوھیدہ څه ووایي؟!!
حفیظ الدین پیرزادہ
د جولائ ۲۰/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن
پیر زاده صاحب سلامونه ومنه نادری او خوږې کوي