افغانستان

د پارلمان له لوري د «ملي دسترخوان» رد کېدو ارګ خواشینی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت ولسي جرګې د اشرف غني له لوري د «ملي دسترخوان» تر نامه لاندې پیلېدونکی پروګرام د رايو په اکثریت سره رد کړ؛ د اشرف غني ویاند د پارلمان په دې پرېکړه خواشیني ښکاره کړې او له وکیلانو یې غوښتي، چې د خپلو مؤکلینو تر څنګ ودرېږي.

د ولسي جرګې غړو په خپله نننۍ ناسته کې وروسته له هغه چې د ملي دسترخوان په تړاو یې د مالیې وزارت د مرستیال معلومات واورېدل؛ یاد پروګرام د رایو په اکثریت رد کړ.

د اشرف غني ویاند «صدیق صدیقي» د پارلمان په دې پرېکړه خپله خواشینې ښودلې او له ملي دسترخوان پروګرام یې دفاع کړې.

نوموړي ویلي، چې ملي دسترخوان پروګرام له فقر، لوږې او د کرونا له امله د رامنځته شوو منفي اقتصادي اغېزو سره د مبارزې په موخه ترتیب شوی وو او وکیلانو ته ښايېدل چې لومړی یې په دې اړه معلومات کړي وای او وروسته یې خپله رایه کارولې وای.

د صدیقي په خبره، که وکیلان ددې مرستو د ضیاع او په دې برخه کې د فساد په اړه اندېښنې لري، نو په داوطلبانه ډول کولای شي، له دې پروګرام څخه جدي څارنه وکړي او په دې توګه دولت ته اجازه ورکړي، چې ددوی مؤکلینو ته مرستې ورسوي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې په ملي دسترخوان کې د کومکونو د ضایع کېدلو فرصت چاته نه ورکوي او د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد ثبت شوي شکایتونه هم ټول څېړل کېږي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړو په خپلو څرګندونو کې ياده کړه، چې حکومت په مالي امورو کې خپلسري کارونه کوي، او د ملي دسترخوان په اړه یې هم له دوی سره هیڅ ډول معلومات نه دي شریک کړي.

وکیلانو وویل، چې دوی لا خبر نه دي، چې ملي دسترخوان له کومې مالي سرچینې تمویلېږي، د پراختیایي پروژو بودیجه ورباندې لګول کېږي او که له ځانګړو کوډونو ورته پیسې را ایستل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x