افغانستان

غزني: ولسي وګړو د دولتي  ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ/ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د غزني ښار د «ارزو» کلي یو شمېر اوسېدونکو د دولتي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ او د اعتراض په ډول يې د کابل-کندهار لویه لار د څو ساعتونو لپاره وتړله.

لاریون کوونکي چې د دولتي ځواکونو په برید کې د وژل شویو دوو ولسي وګړو جسدونه یې هم له ځانه سره لېږدول؛ په غزني ښار کې راټول شوي وو او د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه یې کوله.

ازادي راډیو د یوه تن لاریون کوونکي له قوله لیکلي «د تېرې روژې میاشتې له لومړۍ ورځې تر اوسه پورې د جکړو له امله د ارزو سیمې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ۳۵۰ کورونه هم په بشپړه توګه په‌کې نړېدلي دي.»

د لاریون کوونکو په خبره، تېره شپه هم  د دولتي ځواکونو له لوري په توغول شوي دیسي توپ دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند هم مني، چې تېره ورځ د دولتي ځواکونو په برید کې د طالبانو تر څنګ ملکي وګړي هم وژل شوي.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې هم د ارزو کلي اوسېدونکو د دولتي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې لاریون کړي وو او دولتي ځواکونه یې تورن کړي وو، چې ملکي وګړي د خپل حفاظت په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته له ځانه سره بیايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx