
د دوحې تړون ولي په ځنډ عملي کیږي؟
نوراحمد نور
څه باندې ۱۳۵ ورځې وړاندې د طالبانو او امریکې تر منځ د قطر هیواد په دوحه کې تړون لاسلیک شو. تړون څو واضحي مادې درلودې چې یوه یې هم د بندیانو د خلاصون په اړه وه.
داسي چې شپږزره بندیان به خلاصیږي د کابل اداره به د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کوي او په بدل کې به یې طالبان د کابل ادارې زر نفره بندیان ایله کوي. ورپسې به بین الافغاني خبرې پیل کیږي او د افغانستان د راتلونکې لپاره به میکانیزم برابریږي وغیره وغیره.
د تړون بله ماده د امریکا او طالبانو تر منځ د اوربند وه چې طالبان به امریکایانو ته امن سیمې معلوموي او امریکایان به په تدریج خپلې اډې خالې کوي او پوځیان به تدریجا له افغانستانه باسي.
د همدې مادو د تطبیق او خنډونو په اړه دلته په لنډو ټکو یو څه لیکل غواړم.
د ورستنۍ مادې په اړه امریکا اعلان وکړ چې خپلې پنځه اډې یې خالي کړې دي او د پوځیانو شمیر یې هم کم کړی دی نو ظاهرا داسي برېښي چې امریکا دغه ماده څه نا څه عملي کړې ده.
او د بندیانو د خلاصون لپاره چې کومه ماده وه نو د هغې په تطبیق کې ځنډ کیږي او خنډونه ایجادیږي ځکه د بندیانو د خلاصون لپاره چې کومه موده ټاکل شوې وه چې د مارچ تر لسمې به دا پروسه تکمیلیږي ولي له بده مرغه دا پروسه ډیره وځنډیده او تر اوسه لا نه ده بشپړه شوې.
د کابل اداره د بندیانو د خلاصون په اړه خنډونه ایجادوي چې په نتیجه کې یې بین الافغاني خبرې هم له ځنډ سره مخ دي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې طالبان او امریکا د تړون پاسداري نه کوي ولي طالبان له امریکې سره شوی تړون نه معطل کوي او یا هم ولي امریکا د کابل اداره نه مجبوره کوي چې د بندیانو پروسه بشپړه کړي.
د دې پوښتنې ځواب دا کیدای شي چې طالبان ځکه د تړون په هکله سختي نکوي چې دا یو لوی او ستر تړون دی طالبان ایله بیله اوس نړۍته مطرح شول او نړۍ وپیژندل، که چیرته طالبان داسي څه وکړي چې د دوحې تړون ته زیان ورسیږي نو دا به د طالبانو لپاره په سیاسي لحاظ مثبتي پایلې ونلري بالخصوص په داسي حال کې مقابل لوری د نړۍ په سیاستونو واکمن هم دی.
نو طالبان به شاید له ډیره صبره کار اخلي تر څو دا خپل سیاسي ارزښت له لاسه ورنکړي او پاتي شوه د بندیانو د خلاصون پروسه نو طالبان ویلای شي چې سمه ده که په ټاکلې نیټه پروسه بشپړه نه شوه او ځنډیده خو بالاخر ها دې بندیان خلاصیږي او څه بالا څلور زره خلاص شوي لږ پاتي دي کیدای شي هغه هم خلاص شي نو ګواکې د تړون ماده بالاخره عملي کیږي خو په مجموع کې تړون نورې ګټې هم لري چې باید په پام کې ونیول شي لکه دا: چې پخوا به تقریبا هره ورځ چاپې او د ډرون وارونه و چې اوس که سل سلنه نه دې ختمې شوې لږ تر لږه نوي فیصده خو ختمې شوې دي چې دا د اولس او مجاهدینو په ګټه دي.
او بله خبره لا دا چې امریکا د تړونونو په ماتولو کې بې سارې مخینه لري که طالبان هسي معمولي اقدام کوي نو امریکې ته به پلمه په لاس ورشي او د سولې امیدونو به یو ځل بیا په اوبه لاهو شي او د جګړې نوی ډول به پیل شي چې تاوان به یې ملت پرې کوي.
پاتي شوه دا چې امریکا ولي د کابل اداره نه مجبوره کوي چې د بندیانو پروسه بشپړه او بین الافغاني خبرو ته لار اواره کړي؟
نو زما په نظر لامل یې دا نه دی چې د کابل اداره دومره زور لري چې امریکا یې مجبوره نکړای شي، بلکې لامل یې دا دی چې د افغانستان جنګ امریکې ته د اقتصاد له پلوه ډیر دروند تمام شو او بل پلو امریکا د سیمې په هیوادونو کې خپلې ګټې لري نو امریکا نه غواړي چې د سیمې هیوادونه له ځانه خپه کړي او خپلې اقتصادي ګټې له خطر سره مخ کړي که د خلیلزاد وروستي سفر ته ځیر شو نو تر ډیره یې تمرکز په اقتصادي خبرو اترو و، بلکې که وګورو امریکې د کابل په اداره کې یې بیا مختلفې ډلې ټپلې او اشخاص ورګډ کړل چې د هرې ډلې او شخص تر شا د سیمې یو نه یو هیواد ولاړ دی نو امریکه غواړي تر څو د کابل اداره داسي یو معجون مرکب شي چې د سیمې هیوادونو ته د زغملو وي او په دې توګه امریکه د سیمې له هیوادونو سره خپلې ګټې وساتلای شي.
او ورسره د روسيې د پراخیدونکي نفوذ او د چین د هڅو مخه ډب کړي.
او د کابل اداره بیا په هره ډول چې وي کوشش کوي تر څو امریکا په افغانستان کې حضور ولري او په دې کې دوی خپله بقا ویني نو که چیرته د سولې پروسه پر مخ ځې دا به د امریکا حضور له سوال سره مخ کوي او د کابل اداره به خپل کمزوری واک له لاسه ورکوي نو ځکه په هرډول چې وي کوشش کوي تر څو د سولې د پروسې مخه ډب شي.
خو یوه خبره څرګنده ده باید امریکه او د کابل اداره دواړه یې درک کړي چې طالبان ستړي او کمزوري نه دي بلکې ورځ تر بلې غښتلي او قوي کیږي چې بالاخر به دا جنګ د امریکې اقتصاد ته قوي ضربه رسوي او امریکه به مجبوره وي چې خپلې پښې سپکې کړي او د کابل اداره به ورسره شړیږي.
نو ښه خبره دا ده چې امریکا د تړون د مادو په عملي کولو کې د کابل پر ادارې فشار راوړي او خپل حضور ته په ډیپلومیټک ډول د پای ټکی کیږدي او خپل نړیوال حیثیت ته لا نور تاوان ونه رسوې او پریږدې چې افغانان خپل سرنوشت پخپله وټاکي.