روغتیا

د اکسفورد پوهنتون د کرونا څیړنو مشره؛ واکسین سږکال امکان لري چمتو شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د اکسفورد پوهنتون د کرونا ویروس د واکسین جوړونې لویه څیړنیزه مشره چې د کوویډ-۱۹ لپاره په احتمالي واکسین باندې کار کوي وویل، که څه هم یقیني نه ده خو ښایي د کال تر پای پورې دغه واکسین چمتو شي.

څیړونکې ساره ګیلبرت بي بي سي رادیو ته د کرونا ضد واکسینو چمتو کېدو په اړه وویل؛ دا امکان لري، خو په ډاډه زړه نه شو ویلی ځکه چې زموږ تر مخ درې مهم کارونه دي باید ژر تر ژره پېښ شي.

د نوموړې په وینا، موږ باید له دې وړاندې چې د واکسینو کارول پېل کړو په دې درې کارونو ډاډه شو، د کرونا ضد واکسین وروستۍ مرحلې په تجربو کې بریالي شو، ددې لوی مقدار چمتو شي او دغه راز تنظیمې ادارې باید په بیړه ددې کارونې لپاره د موافقې جواز ترلاسه کړي.

د څيړونکې ساره ګیلبرت درې زامنو چې شاوخوا ۲۱ کاله عمرونه لري هم په تېره اپریل میاشت کې د کرونا په کلینیکي ازموینو کې برخه اخیستې وه.

له دې وړاندې د جولایي په ۱۵مه نېټه د امریکا د درملو شرکت «ماډرینا» هم تایید کړې وه چې د کرونا ویروس پر وړاندې ددوی لخوا چمتو شوي واکسینو کلینیکي ازمایښتونه به د جولایي میاشتې په ۲۷مه نېټه وروستي پړاو ته ننوځي.

تېره ورځ د اکسفورد پوهنتون د څیړونکو لخوا د کرونا ویروس ضد واکسین د تجربې پایلې شریکې شوې وې، د یادو پایلو له مخې کارپوهان وایي دغه واکسین د وګړو د بدن دفاعي نظام د کرونا ویروس پر ضد روزلی شي.

کارپوهان وایي، دا پایلې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې یوه لویه هیله مندي رامنځته کوي، خو لا هم ډاډه نه ده چې دا واکسین به ناروغانو ته بشپړ خوندیتوب ورکړي، دوی ټینګار کوي چې په دې برخه کې لا ډیرو او داسې څیړنو ته اړتیا ده چې خورا زیاتو کسانو په کې ګډون کړی وي.

د راپورونو له مخې امکان شته د کرونا واکسین د روان کال په پای یعنې په راتلونکو څو میاشتو کې ثابت شي خو په پراخه کچه به د لاس رسي وړ نه وي. په لومړي پړاو کې به روغتیایي کارکوونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي، دغه راز هغه کسانو ته چې عمرونه یې کم وي او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ وي هم په لومړي پړاو کې ورکول شي.

باید وویل شي چې د چین، فرانسه، جرمني، بریتانیا، امریکا او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو او ګڼ شمېر څیړنیز مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین لپاره څیړنې روانې دي، د شاوخوا لسو تجربو له مخې د احتمالي واکسین هیلې شته خو ۱۴۰ نورې په لومړنیو پړاوونو کې دي.

کرونا وبا چې د چین له ووهان ښار څخه د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو کې خپره شوه تر دې دمه د ۶۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی او نږدې ۱۵ ملیونه کسان پرې اخته شوي دي. په دې لړ کې امریکا تر ټولو ډیر ځپل شوی هېواد دی چې اوس هم هره ورځ سلګونه کسان له لاسه ورکوي او شاوخوا ۶۰ زره ورځنۍ پېښې ثبتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x