نړۍ

امریکا دایران پرملکي هوایی چلند باندي اقتصادي بندیزولګاوه

iranian_airline(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۴) امریکا دایران پرملکي هوایی چلند باندی لدي کبله اقتصادي بندیږ ولګاوه چي ګمان کیږي دایران ملکي هوایی چلند دهیواد له عسکري کړیو سره مرسته کوی.

دامریکا حکومت مالي څانګي همدارنګه دایران پرملکي هوایی چلند باندي تورلګولی دی چی دایران ملکي هوایی چلند دهیواد له انقلابي ګارډ سره مرسته کوی، او امریکایان وایی  دایران عسکري ځواکونو دترهګرو مرسته کړی ده او دایراني ولس دپاڅون پروخت یی دبشری حقوقو سرغړونه کړی ده.

دامریکا متحده ایالاتو له ډیره وخته پرایران باندی تورلګولی دي چي دایران حکومت په هیواد کي هستوي پروګرام پر مخ بیایی، خوایرن بیا په وار وراسره خبرداری ورکړی دي چي زمونږ هستوي پروګرام دپرامنه ګټو لپاره دي.

دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن او دامریکاي هیواد دمالي چارو مسئول ګیټنر په یوه ګډه غونډه کی رسنیوته وویل، چي امریکا کوښښ کوی ترڅو ایران له دي څخه راوګرځوي ترڅو هیواد کي ایټمي پروګرام پرمخ بوزي او ایټم بم جوړ کړي، هیلري کلنټن زیاته کړه مونږ اندیښمن یو چي ایران په ډیره چټکي سره پرهستوي پروګرام باندی کارکوي ترڅو په هیواد کي ایټم بم ولري.

نوموړي زیاته کړه مونږ له یوه اړخه غواړو ایران باندی زور واچوو اوله بلي لاري بیا په خبرو ورسره اخته یو ترڅو ایران په هیواد کي له ایټمی پروګرام څخه لاس په سر شي.

دامریکي متحده ایالاتو له کال ۱۹۹۵ څخه پرایران باندی ډول ډول بندیزونه لګولیدی چي دهغوی له مخي ایران نشی کولای دخپلو بوینګ ایربس الوتکو لپاره نوي پرزي وپیرودي.

تیرکال اروپایی ټولني هم دځینو امنیتي ملحوظاتو له کبله دایران دملکي هوایی چلند الوتکي اروپا ته له الوتنو څخه منع کړی وي.

له نوي بندیزونو سره به هیڅ یو امریکایی شرکت نه شی کولی ترڅو ادایران له ملکي هوایی چلند اویاهم دسمندري بیړیو له شرکت سره کومه راکړه ورکړه وکړي، او کچیري کوم یو امریکایی شرکت وموندل شو چی دایران له ملکي هوایی چلند اویاهم له کوم سمندري شرکت سره راورکړه کړی وي، دهغه شرکت ټولي مالي زیرمي به کنګل شي.

نومړیو زیاته کړه کچیري دایران هیواد له مونږ سره پرځینو حساسو مسئلو باندي نورهم ټینکارکوی نومونږبه پرځینو نوروایراني توکوباندی هم بندیزونه ولګوو.

بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x