افغانستان

طالبانو د «سلام» مخابراتي شرکت سیم کارت په استعمال بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل): طالبانو د «سلام» مخابراتي شرکت پرسونل او وسائلو د نظامي اهدافو په توګه په نښه کولو نه وروسته اوس خلکو ته اعلان کړی، چې ددغه مخابراتي شرکت له سیم کارت اخیستلو او استعمال څخه ډډه وکړي.

په هغه خبر پاڼه کې چې د طالبانو د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې، له تیرې څه مودې راهیسې د تکراري سرغړونو او ناغیړیو په تور د «سلام» مخابراتي شرکت د مراکزو او افرادو په نښه کولو د دوام خبره شوې ده:« څه موده کېږي چې د دغه مخابراتي شرکت مراکز او پايې (ټاورونه) د مجاهدينو لپاره د نظامي هدف په توګه اعلان شول، تر اوسه پورې د یاد شرکت له پرسونل ، وسائلو او وسائطو سره د استخباراتي ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي.»

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو د یاد مخابراتي شرکت د فعالیتونو د لازیاتو کمولو په خاطر داځل خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ددغه مخابراتي شرکت له سیم کارت اخیستلو او استعمال څخه ډډه وکړي، کنه قانوني چلن به ورسره وشي: «بنآء یو ځلې بیا د همدغه مخابراتي شرکت د لا محدودیت په هدف ټولو هیواد والو ته خبر ورکول کېږي چې د یاد شرکت د سيم کارډ له استعمال څخه دې په کلکه ډډه وکړي، که له هر چا سره پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.»

طالبانو تردې وړاندې هم له پرلپسې خبرداریو وروسته «سلام» مخبابراتي شرکت د کابل ادارې استخباراتي ادارې«ملي امنیت» ته په جاسوسي تورن او په خپلو نظامي اهدافو کې شامل کړ، چې له مخې یې ددغه شرکت اړوند ټول دفترونه، ټاورونه او پرسونل د نظامي اهدافو په توګه تر بریدونو لاندې نیول؛ خو داځل یې عام خلک هم ددې شرکت له سیم کارت اخیستلو او ساتلو څخه منع کړي دي، چې له امله یې ښايي دغه شرکت ته ملیونونه ډالره زیان ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x