سیکولرانو د توبې میاشت په ډانسونو استقبال کړه

بیخي له  اټکله لرې ده ، د سه شنبې ورځ چې په افغانستان کې د روژې دریمه ده ، د ویب پلټلو په مهال په یوه مشهوره خبري  پاڼه ورپیښ شوم، په پاڼه کې دافغانستان په اړه تازه خبر دادی چې په کابل کې  د فرانسې د فرهنګي مرکز په ابتکار د افغان او بهرنیو نڅاګرو لخوا د ګډا او غربي ډانس هیپ هاپ جشن ولمانځل شو، له خبر سره خوځنده تصویرونه هم نشر شوي دي، په تصویر کې څو تنه فرانسوي تور پوستي او سپین پوستي ډمان دي چې له  غربي  موسیقي سره نابلده حرکات کوي، ترټولو بوږنوونکي داده چې د نڅیدونکو په ډله کې  یوه افغانه ښځینه هم ښکاري ، چې له افغان او بهرنیو نڅیدونکو سره غاړه غړۍ د غربي نڅا میله ګرمه ساتي ،دا شرموونکي ننداره په داسې حال روان ده چې ګڼ شمیر  بې حجابه پیغلې او زلمیان چې غربي لباسونه یي په غاړه ده ددې  میلې کتلوته راټول شوي او په  تودو احساساتو یي بدرګه کوي ، د راپور په پای کې یوه  فرانسوۍ ښځه چې دا پروګرام یي جوړ کړی دی وایي : د ګډا دا محفل یي ددې لپاره  دائر کړی ترڅو دنیا ته وښيي چې ددوی د کومکونو او مرستو له امله دافغانستان څیره بدله شوې ده  اوس دلته هغسې محفلونه جوړیږي چې پخوا یي تصور نه شوای کیدلای .

د سرلوړي افغانستان په کفر ماتوونکي زړه/ کابل کې  د غربي لچرتوب دمحفل  راپور داسې مهال نشر شوی دی ، چې د شهید او غازي وطن مؤمن اولس تازه تازه د رمضان المبارک دمیاشتې هرکلی کړی ، مؤمن  او خدایپال اولس دتوبې او عباداتو په موسم ورګډ شوی دی ، که له یوې خوا دجهاد ، هجرت ، غربت ، لوږې  او تندې له لاسه اولس هلاک  او په خړو خاورو سپیره دی ، له بلې خوا د ګرمۍ دموسم روژې هم  د اولس په بدن کې وینه  وچه کړې ده ، متدین ولس  ترټولو داوږدو ورځو روژې نیسي، که  هرڅو یي ژوند ستړی دی خو دمتعال څښتن له لوري را پیرزو شوې  د عباداتو او توبې دا میاشت یو مبارک فرصت بولي ، ترڅو د الله تعالی د بندګۍ حق اداء کړي ، افغان اولس چې درست تاریخ یي د اسلام دسرلوړۍ او دکفر د ماتولو له حماسو ډک دی ، د عباداتو او عملي دین پالنې په برخه کې هم  له چا وروسته نه دی ، په دې اولس کې لا هم  بي نمازي ، روژه خوړل او نور ې له دیني مکلفیتونو سرکشۍ شرموونکی پیغور بلل کیږي .

خو د نااهله زمامدارانو له امله نن دهمدې اولس په خاور ه ، په همدې مبارکه میاشت کې  هغسې وحشیانه او ګمراهانه پروګرامونه دائریږي  چې قلم یي د تعبیر تاب نلري .

نه پوهیږو افغان سکولرانو او غربګرایانو څه چرس وهلي  چې اوس دومره سپین سترګي شول چې د ولس په دیني مقدساتو ملنډي وهي ، د رمضان المبارک په متبرکو ورځو کې د ګډا او فحاشۍ محفلونه دائروي، داسې ښکاري لکه دا چې  د سکولرانو لخوا په لاره  لویدلی یو منظم پروګرام وي ، ترڅو د افغان مؤمن اولس په دیني معتقداتو او مقدساتو مسخرې ووهي، ځکه تر روژه دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د موسیقۍ د نړیوال کنسرت په نوم یو پروګرام جوړ شوی و چې په رسنیو کې یي خبر راغی .

دا چې له سیاسي ژور بحران سره سره  په همدې خاصو متبرکو ورځو کې کابل میشتي غربګرایان مست شوي او میلو ته یي زور ورکړی یوازینی موخه یي همدا بریښي ترڅو په شعوري توګه دافغان اولس  پاکه عقیده او متبرکې ورځې مسخره کړي، که هدف دا نه وي  نو ولې دغه ډول نړیوال کنسرتونه او فحاش محفلونه تردې پخوا نه جوړیدل؟
دې بوږنوونکو پیښو ته په پام سره  هغوی ته چې د واکمن ګوډاګي رژیم  په نامه کې د اسلامي(!) جمهوریت په قید ټینګار کوی او دهمدې عنوان له امله  ورته ټول معنون  اسلامي بریښي ور یادوو، چې دوی په اسلام کې دې کړنو ته کومه توجیه تراشي ؟

نه پوهیږو دا د کوم اسلام او کوم افغاني کلتور غوښتنه ده ، چې دتوبې او عباداتو په ورځو کې دي ، د لسګونو نندارچیانو په وړاندې  یوه  افغان تابعیت او اسلام ته منسوبه میرمن له غربي کفارو سره په یوه اتڼ کې وګډیږي ، په ښکاره دې ورسره معانقه او ملامسه وکړي او بیا دې په خپل دې عمل ویاړ هم وکړي .

خپل مؤمن اولس ته او هغوی چې په دین او افغانیت یي زړه  دردیږي وایم ، چې په حقیقت کې دا ډول پیښې په دا ډول خاص زمان او مکان کې ستاسو دایمان آزموینه ده ، که له یوې خوا الله تعالی ستاسو ایمانونه ازمویي له بلې خو غربګرایان او بي دینان هم  ددغسې پروګرامونو په  دایرولو سره غواړي  افغانان له دې فحاشیو سره عادي کړي، که دا ځل دوی په اتڼ کې یوه ښځینه ورګډه کړې ، بل ځل شاید ډیرې  ورشاملي کړي ، ځکه  دوی به دانتیجه اخیستی وي ، چې په وړاندې یي کوم عکس العمل  شتون نلري .

که د څو تنو محدودو ، بې ريښې ، بی ایمانه او ګمارل شویو  غربګرایانو په وړاندې له جدیت څخه کار وانخلو او دا ډول کړنې یي محکومي نه کړو ، شاید د فساداو فحشاء د ترویج  یو لوی سیلاب ته دروازه خلاصه شي چې بیا به یي مخنیوي ناممکن وي .

له ټولو صادقو مسلمانانو، ملاامامانو، روحانیونو، مؤمنو محصلینو ، طالبانو او دټولنې له ټولو صالحو اشخاصو هیله ده چې  د چارواکو او دولتي اسلامپالو  په تمه  کښینني ، چارواکي دغرب مزدوران دي له غربه یي پیسي خوړلي نو ځکه یي ددغسي فاحشو فحاشیو  په وړاندې مړتت دریځ اختیار کړی دی ، باید په خپله لاس په کار شو او د فاحشو سکولرانو  ددغه ډول شرموونکو اعمالو مخه ونیسو ، که داسې ونه کړو دراتلونکو نسلونو دبي لارۍ او ډمتوب په ګناه کې به موږ هم ورشریک یو .

لیکوال: قاري حبیب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د