نظــر

خالص بابا؛ پر خپل حریف د غالب منطق خاوند رهبر!

استاد محمد زمان مزمل

د ننکرهار خوګیاڼو زموږ خلکو او تاریخ ته درنې سټې ورکړي چې هغو کې بریمن صاحب ،شهید استاد عبدالله، حاجي صاحب خیرمحمد، حاجي صاحب یونس او شهید منهاج الدین ګهیج او تر ټولو زیات خواخوږی مبارز عالم خالص بابا وه.

خالص بابا په بدرنګ مسیر کې د پریوتي افغانستان د ژغورلو په مخکښانو کې تر ټولو صادق او رښتینی رهبر وه هغه تر ډیره حده چې څه یې ویل هغه یې وکړل او د ویاړونو او پریوتنو پدې برګه اینډه کې چې ډیر پکې اسمان ته وختل او ډیر پکې د ځمکې تَل ته ولویدل زموږ دغه عزیز مولوي تر ټولو پکې لکه هغه د اوږې لونګۍ بچ شو ،اوس چې هغه زموږ په منځ کې نشته د ښو افغانانو په منځ کې هغه تر ټولو ګڼه شمیره چې په زړو کې یې د رهبرانو د مینې څه پاتې ده هغه د خالص بابا مینه او احترام ده.

زه چې له خپل ولس سره په رابطه کې یم او چې پرون مې دده د تلین په مناسبت د ځینو ارادت او احترام ته کتل پوهیدم چې خالص بابا د ویاړونو او پریوتنو پدې تونده منډه کې تر ټولو د میدان وړونکی رهبر وه ولې به نه وه په افغانستان کې یې د زامنو او لمسیانو لپاره د پلازو سپما ته پخپله تیلی ورته کړ، مجاهد زامن یې د عادي افغانانو له ژوند نه ښکته ژوند لري.

خالص بابا یو په منطق او سپین دریځ بسیا مٌلا وه هغه که د مجاهدینو د مشرانو په منځ کې وه… هغه که د جهاد د ملاتړو سیاسي او سفارتي مشرانو په محفل کې وه د خپلې خبرې مالک وه پخپله خوګیانۍ لهجه یې بربنډه خبره کوله، دیپلوماسي او معاملګرۍ یې په ژبه او لهجه کې ځای نه موند.

ښه مې یاد دي چې د یو پاکستاني مشر د خبرو په پای کې چې د افغانستان په باب هغه مهال لږ په نامناسبه او بربنډه لهجه وغږید، خالص بابا ورته وویل:
ښې خبرې دې وکړې خو که دا خبرې دې د پاکستان په اړه کړي وي او که دې د خبرو موخه افغانستان وه افغانستان خپل سړي لري او خپل غمخوار لري.

ماته استاد سیاف وویل چې د پاکستاني مشر مخ د خالص بابا د خبرې د اوریدو وروسته له تأثر نه یوه تور بانجان ته ورته ښکاریده.

د هغه په اړه به امید ده په پوهنتونونو کې ځوانان ماسترۍ او یا د نورو مرحلو شهادتنامې واخلي هغه د لویو ځانګړنو خاوند مشر وه او تر ټولو زیات هغه پر خپل حریف د غالب منطق څښتن مٌلا وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x