ټکنالوژي

سامسنګ خپل تر ټولو ارزانه او مناسب موبایل وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل): سامسنګ شرکت خپل تر ټولو ارزانه او د لومړۍ کچې موبایل (ګلیکسي ای ۱ کور» په اندونیزیا کې د جولایي په ۲۱مه نېټه وړاندې کړی دی.

دغه موبایل کې د اندراید ۱۰ «Go نسخه» چلونکی سیستم ورکړل شوی، ۵.۳ ایچ ډي ډیسپلی د ۷۲۰/۱۴۸۰ ریزولوشن سره او د موبایل میډیاټيک ایم ټي ۶۷۳۹ پراسیسر کواډ کور ځای پر ځای شوی دی.

دغه راز د ۱ جي بي ریم سره ۱۶ جي بي حافظه او د ۲ جي بي ریم سره د ۳۲ جي بي داخلي حافظه ورکړل شوې ده، ددې سربېره تر ۵۱۲ جي بي پورې د میموري کارت خوړلو وړتیا هم لري.

ګلیکسي ای ۱ کې ۳۰۰۰ ملي امپیره بیترۍ، شا ته ۸ او مخې یا سیلفي ۵ میګا پېکسله کامرې ورکړل شوي دي.فوٹو بشکریہ سام سنگ

دغه موبایل د اوسمهال لپاره په شین، تور او سور رنګونو کې وړاندې شوی چې بیه یې یوازې شاوخوا «۷۵» امریکایي ډالره ایښودل شوې ده.

په نورو هېوادونو کې به د سامسنګ دغه ارزانه موبایل کله وړاندې شي، شرکت لا تر دې دمه اعلان نه دی کړی خو د ځینو راپورونو پر اساس د اګست میاشت ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx