ټولنیزه برخه

که دا نښې مو لرلې نو ځیرک او بااستعداده شخص ياست!

نور احمد عايل

دلته به ځينې مشهورې نښې دروښيو چې دا مشخصوي چې که ځينو کسانو دا ځانګړنې لرلې ، له هغه نه چې تاسو يې په اړه فکر کوئ ، ځيرک او د ښه ذهن څښتنان دي، ډريک باير او چيلسي هاروې مشهورو پوهانو په دې موضوع څېړنې کړې دي.

که د کورنۍ تر ټولو مشر هلک یئ!
تر ټولو مشران د څېړنو له مخې معمولاُ ځيرک او د ښه استعداد لرونکي کسان وي ، خو دا موضوع په جينيټيک پورې اړه نه لري.

که چېرته ډنګر يئ:
په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې پوهانو ۲۲۰۰ بالغ کسان ترڅېړنې لاندې ونیول او د دوی د ځيرکي او استعداد ټيسټ یې وکړ دې څېرنې ۵ کاله وخت ونيو، هر څومره به چې د يو چا ملا او تنه غټه وي ، د ځيرکي او استعداد کچه یې هم ټیټه وي.

که کله،کله له ځان سره سندرې او زمزمې کوئ
ډېرکسان به موليدلي وي چې له وړکوالي څخه کله،کله چې يوازې وي سندرې يا زمزمې کوي ،څېړنې ښيي چې دا کسان چې په وړکوالي به یې له ځان سره زمزمې کولې د ځيرکي او استعداد به برخه کې مخکې دي.

که مو د مور شیدې پوره رودلې وي:
په يوه څېړنه کې چې په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې وشوه، هغه ماشومان چې د مور له شيدو په کوچنيوالي کې پوره تغذيه شوي وي، په ډېر احتمال وروسته ځيرک اشخاص ترې جوړېږي.

که چپ لاسي يئ!
ډېری وخت چپ لاسي هم ډېر ځيرک وي او ډېر وخت په جنايي پېښو او جرمونو کې ښکېل ليدل شوي دي، خو تر اوسه پورې څېړونکي د دوی په اړه چې ولې او څه ډول دې کارونو ته مخه کوي ځواب نه دی پیدا کړی.

که مو قد لوړ وي:
په ۲۰۰۸ زېږدي کال کې په يوه څېړنه کې چې په زرګونو کسانو باندې سرته ورسېده، دا پايله تر لاسه شوه، چې لوړ قد لرونکي کسان د ښې (IQ) لرونکي کسان دي.او په وړکوالي او ځواني کې له اقتصادي پلوه ښې پيسې ګټي.

که د هرشي په اړه له حده زيات تشويش کوئ:
د محقيقينو يوې ډلې ثابته کړې ده، چې ممکن مضطرب کسان په ځينو مواردو کې له نورو ښه ځيرک او د استعداد وړ کسان وي. دا پایله له هغو بېلابېلو تجربو او ازمايښتونو څخه لاس ته راغلې چې په دې ډله کسانو باندې شوې ده.

که شوخ طبيعته یئ!
په يوه تحقيق کې چې د ارواپوهنې په ۴۰۰ محصلينو شوې ده ښيي، هغه کسان چې ټوکي وي، سات تېری وي، ګپې کوي او خلک خندوي ، بېلابېل ذوقي او خندونکي کارټونونه رسموي ځيرک او د ښه استعداد کسان دي.

که کنجکاو یئ!
په هرشي کې غواړئ پوه شئ، د هرڅه په اړه هڅه کوئ وايې ورئ، او په هرشي کې پلټنه کوئ تاسې د ښه استعداد او ځيرک ذهن څښتن یئ.

که اتاق مو نامنظم وي او په ګډوډ اتاق کې مو چرت نه خرابېږي:
د امريکا د مينه سوټا پوهنتون د ارواپوهنيزو علومو يوه مطالعه ښيي چې په يوه ګډوډ او نامنظم اتاق کې چې کتابونه ، کتابچې، کاغذونه، او هرڅه پکې ګډوډ پراته وي د پنځونې او خلاقيت قوه قوي کېږي.

که د شپې تر ډېره ويښ پاتې کېږئ!
د فردي توپيرونو د نړيوال انجمن د رسمي مجلې له مخې چې محققينو پکې ريسرچ کړی دی دې پايلې ته رسېدلي هغه کسان چې خوښېږي یې د شپې تر ناوخته ويښ وي، د ځيرک ذهن څښتان دي.

که هڅه نه کوئ چې هر وخت سختې ستړې وګالئ!
دلته دا مانا نه لري چې تنبل کېدل د ځيرکي نښه ده،خو دا وايوو چې ځيرک او استعداد لرونکي کسان همېشه هڅه نه کوي او اړتيا نه لري چې په سختي سره کار وکړي، لکه ځينې سخت کار کوونکي او هڅه کوونکي کسان چې په زوراو هڅو سره خپل ځان قوي کوي او يا یې يو ځای ته رسوي (کم ازکم په ځينو برخو کې) دا څېړنه د وانډربيلټ پوهنتون څېړونکو کړې ده.

تاسې یې په اړه څه فکر کوئ، حتمي نه ده چې تاسې دې له پورته ټولو مواردو سره جوړ یئ.

تاسې څه وايئ کومې نښې په ځان کې وینئ او کومې نښې نه منئ چې د ځېرکي علامې نه دي؟

نور احمد عايل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x