افغانستان

د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند: د وزارت له لوري ګواښونه راته کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند «نصرت رحیمي» چې څه موده وړاندې له دندې شړل شوی وایي، له کومې ورځې چې یې وزارت پرېښی، له هماغه ورځې ورته ګواښونه او ګوتڅنډنې کېږي او ژوند يې له خطر سره مخ دی.

رحیمي دغه څرګندونې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلې. نوموړي ویلي، چې کله له وزارت څخه ایستل کېده د وزیر له لوري ورته وویل شول، چې باید پټه خوله پاتې شي او هیڅ ونه لیکي « له هغې اولې ورځې چې له وزارت څخه راتلم وزیر راته وویل چې پام کوه څه ونه لیکې، خوشال سعادت هم له ما سره ځان وواهه خو اوس گوره چې په کور دی او څوک یې نوم هم نه اخلي!!»

دده په خبره، څه موده وړاندې په کورنیو چارو وزارت کې د ګمارنو یو لست رسنیز شوی وو، چې وزیر پر ده تپ کړی،  په بدل کې يې ګواښونه ورته کړي او فشارونه یې ورباندې راوړي « موده مخکې په کورنیو چارو وزارت کې د گمارنو یو لست ټولنیزو شبکو ته راووت، وزیر هغه پر ما کړ او راته یې وویل چې خبر شوم دا لست تا رسنیو ته ویستلی، ویې گواښلم او ډول ډول فشارونه یې را باندې راوستل.»

رحیمې زیاته کړې « خدای زده چې هغه لست به چا خپور کړی وي خو د هغې ورځې چې  هر څوک هر څه د وزیر په ضعف او ناکاریو لیکي ګوتڅنډنه يې ماته کېږي.»

یاده دې وي، چې کورنیو چارو وزارت له لوري خپل پخواني مامور ته د ګواښونو او ګوت څنډنو راپورونه داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا د پخواني ویاند «تواب غورځنګ» تر مړینې وروسته هم  هغه ته نږدې کسانو ویل، چې د نوموړي ژوند له خطر سره مخ وو او ګواښونو سخت وېرولی وو؛ خو حکومتي چارواکو یې غږ نه اورېده او  اخر په همدې وېره کې مړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د ظالمانو سره د دوستی او د کار کولو پایلی همداسی وی ، ولعذاب الاخرة اکبر .

الحاج استاذ بیانزی

حمیل صاحب ، په دوی باور نشته ، له دندی لیری کیده نه بلکه بدلیده به شوی نوی دنده کی چه له مجاهدینو متضرر نه شی د غلام وزارت سره په مفاهمه به وایی چه د ګواښونو سره مخ دی رحیمی څه کړی چه ګواښونه ورته کیږی په دی واسطه او بهانه د مجاهدینو له ګواښو ځان ژغوری او لا د غلامی اداری د ځنګدن شیبی دی ډیر غلامان به هڅی لری چه بهر ته وتښتی او ځینی به له داسی مانورو ګټه پورته کوی دوی د مافیه مهم غړی دی د غلامی اداری او بادارانو له خوا که دوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x