افغانستان

روزګان: چاودنې درې قوماندانان او څلور عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل): راپورونه وایي، د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین  چاودنې د درې قوماندانانو په ګډون څلور تنه دولتي ځواکونه وژلي.

د روزګان د والي ویاند «زړګی عبادي» وایي، چاودنه نن ورځ سهار نهه بجې شاوخوا په خاص روزګان ولسوالۍ کې په داسې حال کې شوې، چې د دولتي ځواکونو د کنډک قوماندان او ورسره مل کسان د یادې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندانۍ په لور روان وو.

د عبادي په خبره، په چاودنه کې د خاص روزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان «دادګل»، د اربکیانو یو قوماندان او د دریمې ټولۍ یو قوماندان له دوو عسکرو او دوو  نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوي.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

خاص روزګان ولسوالۍ د مرکز «ترینکوټ» په شمال ختیځ کې موقیعت لري، چې د یاد ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx