
هرات کې د تازه خلاص شوي بندي پر کور بمبار کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي/انځورونه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د یوه بندي د خلاصون په خوښۍ کې جوړو شویو مراسمو باندې بمبار کړی، چې له امله یې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه برید په ادرسکن ولسوالۍ کې له بګرام زندان څخه د «خالد» په نوم د هغه بندي د خلاصون په خوښۍ کې جوړو شویو مراسمو باندې شوی، چې وړمه ورځ راخلاص شوی وو.
اریانا نیوز د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې په برید کې څلوېښت تنه وژل شوي او دېرش نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې پژواک خبري اژانس هم د خپلو منابعو له قوله د لسګونو ولسي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی؛ خو په دې تړاو یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
ځایي امنیتي چارواکي که څه هم ادعا کوي، په برید کې یې طالبان او د هغوی ملاتړي وژلي؛ خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید د ولسي وګړو پر کورونو شوی او لسګونه ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه کې راغلي «لومړی يې له میلمنو څخه ډک کور بمبار کړ چې یوشمیر کلیوال او دوستان يې ورته شهیدان او زخمیان کړل، کله چې نور کلیوال د شهیدانو او ټپيانو را ایستلو او انتقال ته راغلل یو ساعت بعد يې بیا په دغه ځای په وحشیانه ډول بمبار پيل کړ چې نور خلک يې هم په خورا قساوت او وحشت سره شهیدان او ټپيان کړل.»
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
طالبانو شوی برید د «بزدلۍ او وحشت اخیري حد» بللي او ټینګار یې کړی، چې دا کار به تازه خلاص شوي بندیان د عادي ژوند په ځای وسلو اخستلو ته اړ کړي.
سترجنایت:
د هرات په ګزره ولسوالۍ کې په ملکي خلکو د دوه ځلې بمبار له امله ۲۰ تنه عام خلک شهیدان او ټپيان شول، احمدي https://t.co/9tfLxuwMOP pic.twitter.com/IH1EcFDK6r— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 22, 2020
حکومتي هوايي ځواک داسې مهال په تازه خلاصېدونکو بندیانو باندې بریدونو او چاپو ته زور ورکړی، چې طالب مشرتابه خپلو خلاصېدونکو بندیانو ته هدایت کړی، چې په کورونو کېني او د جګړې ډګر ته ستانه نشي.
نو دالله په لحاظ چی ښه پوهیږئ چی دښمن درته په کمین کی ناست دئ نو داسی د خوښیو مراسم ولی جوړوئ؟ وطن مو لا تر اشغال دئ، مه کوئ داسی محفلونه مه جوړوئ. هر کله چی وطن مو د دی ناولو نه خلاص شو بیا جشنونه په ډاډه زړه وکړئ.
Waw, what a tactic. Hey Talib prisoners do not go home. If you go home, you get bombed with all your loved ones
The Kabul Admin has no choice except to release the 600 Talibs, but the good thing for the Kabul is that after the release now they can bomb them in their houses with the love ones and kill them with their small babies and mothers
SELLAB AKHESTI ZAG TA LASOONA ACHAWI
دا مه وایاست چه حکومتی قواوی، حکومت خو ولس نه وژنی د ولس ساتنه او هوساینه کوی دا بمبارد ولی شوی هغه بندی خو تاسی سره بندی وو مفعولانو غلامانو ، هلته مو هم وژلی شو دا څومر ه نامردی ده چه بندی د طالبان په زور خوشی کوی مګر د بادارانو په دستور یی ټوله کورنی ، خپل خپلوان او دوستان تباه کوی دا خو اسانه خبره ده د کابل به سرکو هم بمبارد وکړی چه د امریکا ډالر هضم کړی او میرمنی مو له امریکایانو او اروپایانو شنه سترګی او زیړ ویښتانی بچی راوړی بیا به د امریکایانو… نور لوستل »