افغانستان

بغلان: پر کلینیک بمبار ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې/ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۹ل ): د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر کورونو او یوه کلینیک باندې بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې دولتي الوتکو نن ماځیګر پلخمري ولسوالۍ اړوند «علاء الدین خېل» نومي سیمه کې د ملکي وګړو یو کور او تر څنګ یې روغتیایي کلینیک بمبار کړي، چې له امله یې یو ماشوم او یوه ښځه وژل شوي او د ښځو، ماشومانو او د کلینیک د یوه ملازم په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو پر کورونو او هغو مراسمو بمبار شوی، چې د یوه تازه خلاص شوي بندي په خوښۍ کې جوړ شوي وو.

لومړني راپورونه ښيي، چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اویا تنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي.

د دولتي ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو بې دریغه بریدونه داسې مهال دي، چې حکومت طالبان د جګړې په زیاتوالي تورنوي او ادعا کوي، چې د هغوی له لوري د جګړې زیاتوالي د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت زیانمن کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حلیمی

سلام وٹولو ملگرو او دوستانو تہ عرمی دادئ چی طالبان یا مجاھدینو باندی بمبار امریکایان کوی خو دوئ یوازی حملی پر افغانی عسکرو کوی دا ولی ایا دامریکایانو سرہ دا معاھدہ سوی دہ زما پہ خیال بہ دا شہ کار نوی باید پر موژ یی فرق ونسی

جمیل

ای د امریکی غلامانو ، مزدورانو او وفاداره سپیانو !
ای د دین ، د هیواد او د ولس دښمنانو !
د دی زخمی ماشومانو د لیدو ځخه به هم تاسی بیهمته او ظالم وحشیان خوند اخلی پدی چی دا هر یو یی راتلونکی اتل طالب دی .
پدی پوه سی چی منتقم خدای به د دی انتقام اخلی .

Mujahid

د ځینو نورو په شان حیرانونکی او خطا ایستونکی ارزونه او تبصره لیکل شوی. [ امریکایان پر مجاهدینو او مجاهدین پر افغانی عسکرو حملی کوی ؟؟؟؟ !!!! ] خلک حربی، انجنیری حتی داکتری په شپږ یا اوو کلو کی زده کوی مګر زمونږ د هیواد ځینی د یو څو ډالرو یا مقام د پاره قصدا د شلو او څلویښتو کلو له او ږد اشغال او څو میلونو بی ګناه او بیدفاع افغانانو له وژنو ځان نه خبروی، ماشومان، لیونیان او حتی میرمنی به هم ورپوری خاندی او حیرانی به وی چه په میلونو افغانان ووژل شول او هیواد څو ځلی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x