افغانستانخبرونه

د کمېسیون د ټبنګار سربېره د ټاکنو د پایلو اعلان بیا وځنډیدو

نن ټکی آسیا: د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې د ټاکنو  لومړنیو  پایلو اعلان يې ځنډولی.

ټاکل شوې وه چې سبا د /چنګاښ ۱۱مه/ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي، خو کمېسیون نن اعلان وکړ چې د ټاکنیزې پروسې د روڼوالي په خاطر يې پایلو اعلان وورسته کړی.

کمېسیون ویلي چې دوی نه دي توانېدلي چې یو میلیون رایې وشماري له همدې امله یې لومړنۍ پایلې ځنډولي. د کمېسیون ویاند نور محمد نور ویلي چې شاید په را راوانو څلور ورځو کې به پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون په یوه خبري ناسته کې پر دې سخت ټینګار وکړ چې د چنګاښ په ۱۱مه به لومړنۍ پایلې ارو مرو اعلانوي، خو نن تر یوې بېړنۍ ناستې وروسته یې په دې پریکړه وکړه چې پایلې به څو ورځې ځنډوي.

شننونکي ددغه ځنډ لامل د دواړو کاندیدانو تر منځ جوړجاړی او ائتلاف ښيي چې شاید په را راونو څو ورځو کې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x