افغانستانسولې اړوند خبرونه

هرات کې پر ملکي وګړو برید ته د خلیلزاد غبرګون؛ «د قبرونو په ډېرولو مذاکرات وړاندې نه ځي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو هغه هوایي برید غندلی او د څېړنو غوښتنه یې کړې، چې تر اویا پورې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې تېر څلورویشت ساعتونه خونړي وو او په هرات کې عیني شاهدان وایي، چې د «افغان ځواکونو» په هوایي برید کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي «موږ یاد برید غندو او د څېړنو ملاتړي یو.»

نوموړي زیاته کړې «افغانان د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه کوي او سیاسي توافق ته د رسېدو غوښتونکي دي. نور قبرونه جوړول به مذاکرات مخ ته نه بوځي.»

خلیلزاد ددې تر څنګ په ټولو لورو غږ کړی، چې «تاوتریخوالی» ودروي، د ملکي وګړو ساتنې ته پام وکړي او په داسې حال کې انعطاف وښيي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدل تر بل هر وخت را لنډ شوي.

د خلیلزاد پورته څرګندونې داسې مهال دي،  چې تېره ورځ دولتي ځواکونو په هرات ولایت کې له باګرام زندانه د یوه تازه بندي د خلاصون په مراسمو بمبار وکړ، چې له امله یې لسګونه ولسي وګړو ته چې ښځې او ماشومان هم پکې وو؛ مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو هم یاد برید وغانده او یاده یې کړه، چې دا ډول بریدونه به هغه تازه خلاص شوي بندیان چې «عادي ژوند» پيلول غواړي؛ وسلو اخستلو ته اړ کړي.

د حکومت له لوري پر ملکي اهدافو بریدونه داسې مهال دي، چې بیلابېلو جهتونو د بندیانو د تبادلې د ژر  بشپړېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x