ژباړه: ميوند سباوون
دخبريال غږ: عزيز مومند
د ټيموټي ويکس پښتو ژباړې غږ: فداء
ايډيټ: عبدالرحمن فداء
د کابل امريکايي پوهنتون د انګليسي استاد ټيموټي ويکس له خپل يو بل همکار کيون کينګ سره په 2016 زيږديز کال په کابل کې د طالبانو له لوري وتښتول شو او بيا په 2019 ميلادي کال کې د يوې تبادلې په ترڅ کې راخوشې کړل شو.
نوموړي د ايس بي ايس تلويزيون خبريال عبدالله علي خېل سره مرکه کړې ده او له طالبانو سره د بند او له هغې وروسته د خپل ژوند په وروستيو تغيراتو ورسره غږېدلی دی.
په 2016 کال کې ټيموټي ويکس کابل ته له راتګ سره سم په کابل امريکايي پوهنتون کې د انګليسي تدريس پېل کړ خو هغه يواځې درې ساعته درس وکړ او له هغې وروسته د طالبانو له لوري وتښتول شو.
ټيموټي له طالبانو سره د بند پر مهال له هغوی څخه متاثر شو او همدا لامل و چې د 2018 زيږديز کال د مئ په پنځمه نېټه يې اسلام قبول کړ، هغه د اسلام د قبلولو په اړه وويل چې «تاسو به فکر کوئ چې طالبانو به زما ددې پرېکړې ملاتړ کړی وي خو داسې نه ده، دا پرېکړه ما خپله وکړه او داسې پرېکړه وه چې زما ژوند يې بدل کړ»
ټيموټي ويکس په 2019کال کې د امریکا له حکومت سره د يوې معاملې په ترڅ کې د درې طالب قومندانانو په تبادله کې خوشې شو او له هغې وروسته يې له طالبانو سره د ټوېټر له لارې اړيکې ټينګې کړې.
هغه د روان ميلادي کال د فبروري په 29 مه نېټه د طالبانو او امريکا ترمنځ په دوحه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک مراسمو ته هم بلل شوی و.
ښاغلي ويکس په دې تازه مرکه کې نورې هم ځينې مهمې خبرې راسپړلي دي چې د موضوع د اهميت له مخې يې نن ټکی اسيا پښتو ژباړه خپلو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کوي.