ټولنیزه برخه

څه چې غواړې له الله تعالی یې غواړه!

مولوي محمدرضاء رحماني

دوه معیوب فقیران په دې خبره سره سلا شول چې د بادشاه د ښځې د تلو راتلو په لار کې به کېنو ، د هغې له سخاوت څخه به څه تر لاسه کړو!
هغه وو چې د وخت د حاکم د ښځې لاره یې ونېوله او کېناستل.

یوه معیوب وویل : چې یا الله په خپل فضل ماته رزق راکړه.
بل معیوب وویل: یا الله د بادشاه د ښځې په فضل رزق راکړه.

د بادشاه ښځې دا دواړه خبرې واورېدې او ښه پرې پوهه شوه.
نو هغې به هره ورځ هغه ته چې د الله تعالی فضل یې غوښتی وو دوه دیناره لېږل.
او هغه ته چې د بادشاه د ښځې فضل یې غوښتی وو ، یو پوخ کړی چرګ چې په مینځ کې به یې لس دیناره کېښودل ور لېږل.

د چرګ خاوند به هره ورځ خپل پوخ کړی چرګ پر خپل ملګري په دوه دیناره خرڅاوه ، خو دا ورته معلومه نه وه چې د چرګ په مینځ کې لس دیناره هم شته.

دغه حالت پوره لس ورځې دوام وکړ ، په یوولسمه ورځ د بادشاه ښځه د پوښتنې په موخه ورغله، له هغه فقیر څخه چې د بادشاه د ښځې فضل یې غوښتی و وپوښتل ، څنګه یې او زما فضل غني نکړې؟
فقیر وویل هغه څنګه؟
د بادشاه ښځې وویل سل دیناره په لسو ورځو کې!
فقیر وویل نا هیڅ کله نا ، ماخو به خپل چرګ هره ورځ په پر خپل ملګري په دوه دیناره خرڅاوه.

د بادشاه ښځې وخندل او فقیر ته یې وویل ، چې تا زما فضل غوښتی وو الله تعالی ترې محروم کړې او هغه چې د الله تعالی فضل غوښتی وو ، الله تعالی ورکړه او غني شو!
لهذا: چا چې پر مخلوق اعتماد وکړ ذلیل به شي.
چاچې پر مال دولت اعتماد وکړ فقیر به شي.
چاچې پخپل علم اعتماد وکړ ګمراه به شي.
چاچې پر خپل ځان اعتماد وکړ ستړی به شي.

چا چې پر الله تعالی اعتماد وکړ ، نه به ذلیل شي ، نه به فقیر شي ، نه به ګمراه شي ، نه به ستړی شي.
ومن یتوکل علی الله فهو حسبه

اللهم صل علی محمد و علی آل محمد بعدد کل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

کوم چا د کوم بل چا له خولې داسی کیسه کول: په جنت بقیع ( مدینه منوره) کی څو کسه پاکستانی اهل تشیع لګیا وه او د یا فلانی یا فلانی نارې ئې وهلې، پدې وخت کی د جیش الجهل یو عسکر ( وهابی مذهبی پولیس، سور پټکی سپین اوږد ماکسی کمیس ، کونډی ناوې غوندی) را ښکاره سو او دې زیارت کوونکو ته ئې وهابی ترانې ### پیل کړه او ور ته ئې وویل چی دا کار شرک دی ، مړئ د هیچا ږغ نه اوری او نه مرسته ور سره کولای سی، د جیب څخه ئې قلم را… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x