افغانستان

« غني د عبدالله له لوري وړاندیز شوي یو شمېر وزیران رد کړي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۹ل):  په داسې حال کې چې ولسي جرګه د حکومت له دواړو ونډه والو د کابینې د ژر جوړولو تمه لري، یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې غني د عبدالله له لوري  وړاندیز شوي یو شمېر  وزیران  رد کړي او په دې توګه د دواړو تر منځ اختلافاتو زور اخستی.

د طلوع نیوز د راپور  په حواله، نورالرحمان اخلاقی، مصطفی مستور او معصومه خاوری هغه درې تنه دي، چې د عبدالله له لوري کابینې ته وړاندیز شوي؛ خو د ارګ له لوري رد شوي.

په ورته وخت کې اریانا نیوز بیا وایي، غني مصطفی مستور، انورالحق احدي، فضل احمد معنوي، محب الله صمیم او نور الرحمن اخلاقي رد کړي.

د اشرف غني ویاند «صدیق صدیقي» که څه هم د مشخصو کسانو نومونه نه اخلي؛ خو وایي، چې د عبدالله له لوري یو شمېر وړاندیز شوي کسان د کابینې د غړیتوب معیارونه په ځان کې نه لري.

د صدیقي له قوله «که چېرې معیارونه په نظر کې ونه نیول شي نو له جدي ستونزو سره به مخ شو؛ ځکه د حکومت د سیاسي ثبات خبره ده.»

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ویاند «فریدون خوځون» بیا د صدیقي څرګندونې ردوي او ادعا لري، چې د سپېدار لست له ارګ سره په تفاهم جوړ شوی.

نوموړی صدیقي ناخبره بولي او څرګندونې یې له هغو بحثونو د ناخبرۍ له امله بولي، چې دده له قوله د عبدالله او اشرف غني تر منځ شوي.

یاده دې وي، چې  د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوي سیاسي توافق په اساس، ۱۱ وزارتونه «د کابینې پنځوس سلنه»، ۱۴ ولایتونه، ۱۰ سفارتونه، ۱۰ د سنا چوکۍ، پنځه خپلواکې ادارې او دوه کلیدي معینیتونه د عبدالله عبدالله په سهم رسېدلي؛ خو دده په خوښه تر دې دمه هیڅ ټاکنه نه ده شوې.

څه موده وړاندې ارګ د بغلان، سمنګان، پکتیا او کونړ ولایتونو لپاره چې د عبدالله په سهم کې راځي؛  والیان مقرر کړل، چې دې کار د عبدالله عبدالله په ټیم کې اندېښنې راپورته کړې او د یو شمېر سرچینو په حواله، عبدالله مجبور شو، چې د خپل سهم لپاره د ټولو وړاندیز شوو کسانو لست په یو ځل ارګ ته وسپاري.

د عبدالله او غني تر منځ اختلافات د اسې  مهال دي، چې بیلابیل لوري د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ژر پيلېدو غوښتنه کوي، او د سولې روان فرصت د جګړې د پای ته رسولو لپاره بې ساری بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x