دیني، سیرت او تاریخ

د لوی اختر قرباني او د عقلپالو اعتراضونه

مولوي عبدالواحد حقاني

د قربانۍ پس منظر له نن څخه نه بلکې د آدم عليه السلام له وخت څخه را پيل شوی، چې لومړنۍ قرباني قابيل او هابیل کړې، له هغه وخت را وروسته د موسی علیه السلام ورپسي د نوح عليه السلام ان تر عیسی علیه السلام پورې په ټولو ادیانو کې قرباني کيدله، خو ډولونه یې بدل و، د يوه نبي په دین کې به په يو ډول د بل نبي په دین کې به په بل ډول کيده، حتی دا قرباني چې پخوانیو ادیانو د یوې نښې په حیث پاته وه د جاهليت په وخت کې هم کیده، هغوی به د خپل بتانو لپاره قربانۍ کولي.

کله چې اسلام راغلی او محمد صلی الله عليه وسلم ته د قربانۍ امر وشو هغه ټولي پخوانۍ طریقې ختمي کړي او قرباني یې خاص لپاره د الله  تعالی لپاره،  د ثواب په نیت او چې په دې سره ښه ځان په اسلام کې داخل کړي، واجب وګرځوله.

او په دې سره ددې ښه ښکارندويي راځي چې بند څرنګه د الله تعالی امر مني په داسې حال کې چې که یې دا کار خوښ وي او کنه، که یې د عقل سره برابر وي او یا نه.

کله چې يوه بنده په دې نیت سره قرباني وکړي، نو په دې سره به د ملحدينو هغو خبرو رد وشي چې دوی وايي په اختر کې قرباني کول، بې ځايه پيسې مصرفول دي، ځکه سيوا له دې چې اقتصاد یې کم کړ، وينه یې تويه کړه بې له کومي فائدې (العياذ بالله) بله کومه ګټه یې نشته. دوی وایي دا پيسې به مو غريبو کسانو ته ورکړي وای.

خو که حقيقت د قربانۍ ته نظر وکړو د دوی خبره په ډېره واضحه طريقه باطله ده، ځکه لکه مخکې مو چې وويل قرباني صرف د الله تعالی د امر پوره کول دي په نیت د ثواب سره، هغه که د عقل تقاضا وي کنه، او که د انسان د مزاج سره برابره وي یا نه.

که چيري موږ قرباني کې د عقل دخل وکړو او د دې عظیم عبادت لپاره انساني عقل معیار وګرځوو نو بیا تر ټولو ستره قرباني خو هغه وه چې ابراهيم عليه السلام ته یې امر وکړل شو، کله چې ابراهيم عليه السلام اقدام وکړ هلته خو بیا عقل دا په زوی باندې د پلار يو لوی ظلم ګڼي ،ځکه يو معصوم ماشوم څرنګه قرباني کوي؟  مګر موږ وینو چې د دین له مخې هغه د ابراهیم علیه السلام یوه ستره او تاریخي کارنامه بلل کیږي. چې د الله تعالی په امر حتی د خپل زلمکي زوی قرباني ته هم حاضر شو او د هغه په غاړه یې چاړه کیښوده. له دې معلومه شوه چې په شرعي امورو او عباداتو کې انساني عقل ټاکونکی نقش نه لري او نه هم د انسان قاصر عقل دومره ځواک لري چې د الهي شریعت د احکامو علل او حقیقي فلسفه معلومه کړي.

الله تعالی ابراهیم علیه السلام په سخت امتحان کې مبتلا کړ، په بوډاتوب کې يو زوی الله تعالی ورته ورکړ خو اوس یې ورته د ذبحې امر وکړ، دا په ابراهیم علیه السلام ډېره سخته وه، کله چې یې زوی ته دا خبره وکړه چې ماته د اللّه تعالی له لوري داسې امر شوی زوی یې په ډېر ډاډمن انداز پلار ته وويل:يا ابت أفعل ما تؤمر ستجدني ان شاءالله من الصابرين.

لکه څرنګه چې ابراهيم خليل الله ته په سپين ږيرتوب کې ديوازيني زوی دقربانۍ حکم کيږي همداشان د زوی داسي جان نثاري اوسرښندنه هم څه معمولي خبره نده،کله چې اسماعيل عليه السلام داسې ځواب ورکړ نو د حضرت خليل الله بار لږ سپک شو او دوی دواړه د قربانۍ ځای ته روان شول،دلته دشيطان چلونه پيل شول اول ځل د اسمعیل ذبیح الله مور حضرت هاجرې ته ورغی خوهغې وترټه (تفصيلې قيصه ده)بيايې په حضرت  ابراهیم خليل الله باندې خپل زور وازمويه خوکامياب نشو.آيت مبارک دی (فلمااسلماوتله للجبين)يعنی کله چې پلار او زوی دغه لويې قربانۍ ته تيارشول او په اړخ یې وغورځاوه، ابراهيم عليه السلام په خپل پوره زور سره چاړه پرې راکښ کړه، خو دالله تعالی قدرت د چاړې او اسماعيل ترمنځ حائل شو.(ونادينه ان ياابراهيم قدصدقت الرؤيا)يعنی موږ وويل چې ای ابراهيمه تاخپل خوب رښتياکړ(وفدينه بذبح عظيم )يعنی موږ د اسماعيل په فديه کې يوه لويه قرباني وګرځوله، الله تعالی ته د خپل محبوب نبي خليل الله دغه اعمال او افعالو دومره خوند ورکړ چې تر قيامته يې په حيث د يادګار د خپلو بندګانو لپاره قرباني عبادت وګرځوله، او په خپلو بندګانو یې د دې يادګار ژوندي ساتل لازم وګرځول.

لکه څرنګه چې موږ عموما وينو خلګ د يو چا د يادګار په پار ودانۍ یا هم مجسمي جوړي کړې او بیا یې د هغه په نوم نومولي دي،ليکن اسلام دا هر څه ختم کړل او په ځای یې د يادګار لپاره د عبادت امر وکړ (هم خرما هم ثواب) او دا به تر قيامته جاري وي.

په يو حديث شريف کې راځي، صحابه کرامو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: د قرباني اصل څه دی؟

رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل:ستاسو د والد حضرت ابراهيم عليه السلام سنت او یادګار دی، صحابه کرامو وپوښتل ؟ ايا زموږ لپاره هم دې کې څه ثواب شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د حیوان د هر ويښته په بدل کې يوه نیکي ليکل کيږي(مشکوة). له دې څخه دا واضحه ښکاري چې د قربانۍ د ثواب په ځای بل شی قائم نشي دريدلی.

کله چې دا واضحه شوه چې د ژوندي حیوان قرباني په هر مسلمان باندې فرض ده او دا يو ابراهيمي سنت ده. همدا راز دا هم واضح شوه چې د ژوندي حیوان قيمت صدقه کول هيڅکله د يو واجب په ځای نشي دریدلی، لکه څرنګه چې روژه د لمانځه، او لمونځ د روژې بديل نشي کيدای، زکوة د حج او حج د زکوة، همدا ډول که يو کس خپل ټول مال صدقه کړي هم د يو فرض لمانځه ځای نشي نيولی، همداراز که يو څوک د قربانۍ په ورځ هر څومره مال صدقه کړې بیا هم د يادګار خليلي په ځای نشي دريدلی او واجب یې له غاړې نه اوړي.

قربانۍ حکم يواځي په حاجيانو پسې هم خاص ندی ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په حج او په مدينه منوره دواړو  ځايونو کې قرباني کړې ده او قرباني نه صرف چې واجب بلکې په شعائرالله کې داخله ده( والبدن جعلناها لكم من شائرالله لكم فيها خير)

مګر ځیني بد نصیبه ددې عصر ړانده عقلګرایان ، هغوی چې د اللّه تعالی په ځای یې د عقل بندګي مختاره کړې او په دې عظیم عبادت باندې انتقاد کوي دوی ته وايم، چې څرنګه په داسې حال کې چې ځان مسلمان هم معرفي کوي د اسلام له شعائرو څخه د يو شعار نفي کوي!؟ دوی چې دومره د صدقې کولو شائقین دي او په بيچاره وو یې خوا بديږي ولي په هغه ودونو چې پکې بي ځايه په هوټلونو کې په لسهاوو لکه مصرف کوي رد نکوي،؟ هغوی ته دې دعوت ورکړې چې دا خو مظلوم ته ورکړه، ولي په هغو مجلسونو چې پکې ښځې ګډيږي ځوانان تر سهاره ورته شپه رڼه کړې نوی نسل مو پکې بي لاري کیږي رد نکوي؟

دوی يواځي دېته ښه تکړه دي چې کله د حج موسم راشي حاجيانو ته دعوت ورکوي چې دا کومي پيسې په حج لګوئ پخپل هیواد کې یې غریبانو ته ورکړئ او کله چې د قربانۍ موسم راشي بیا هم همدا خبره کوي، خو کله چې د کریس مریس ورځ وي، او ځوانان د ميلو لپاره نورو هيوادونو ته ځي هغوی ته یې بيا خوله ماته ده، دلته خبره د مظلومانو سره د زړه سواندي  نده بلکې ددې سیکولري طبقې يواځي کوشش دادی چې د اسلام د شعائرو ختميدل وکړي.

ددې قرآني ايت(فصل لربک وانحر) په اساس نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خپل امت باندې داختر لمونځ او قرباني لازمه کړې ده، که په مکه کې وي اوکه په مدينه کې اوکه د دنياپه هرځای کې وي قرباني لازمه ده او دا حکم به ترقيامته پوري جاري وي،له قرآني آيتونو او مختلفو احاديثو او د صحابه کرامو له تعامل څخه دا خبره ښکاره شوه چې قرباني د عبادت په ډول د حضرت ادم عليه السلام له وخت څخه ثابته ده، مګر په لوی اخترکې د قرباني وجوب د حضرت ابراهيم عليه السلام يادګار دی.

دا قرباني بیا ځيني خلک تر مکې معظمې پوري خاص بولي، او د عبادت په نیت نه بلکې د حاجيانو  ميلمستيا یې بولي، موږ دوی ته وايو چې که تر مکې معظمې پوري خاص وای ولي نبي کريم صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو هر کال په مدینه منوره کې قرباني کوله؟

که داد حاجیانو لپاره ميلمستيا وای ولي یې خاص ورځي(د ذوالحجې له ۱۰ څخه تر ۱۳ پوري) او خاص شرائط ورته معين کړي دي؟

دوی که دا خبره کوي چې دلته غوښه خوړل ترې مطلب دي نو د غوښې د خوړلو لپاره بیا قرباني تر لمانځه مخکې حلالول شرط ايښودل د څه لپاره و؟

د دين په احکامو کې تبديل او د عقل په تقاضا برابرول په دين کې ظاهرا د تحريف په ماناده.

دوی که په ټولنه کې د قربانۍ په پيسو اصلاح راولي، پوه دې شي چې ټولنه کې اصلاح د انسان په انساني اخلاقو سرته رسولو سره راځي، کله چې د دين په امورو عمل راشي ټولنه کې اصلاح خپله راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx