نړۍ

بلوچستان: دبلوچ قومي غورزنګ پخواني مشر ووژل شو

BNP-quetta-online-543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۴) بلوچستان: دبلوچستان په جعفراباد ولسوالي کي تیره ورځ نامالومو وسلوالو ښاغلي روستم خان دبلوچستان دقومي غورزنګ پخواني مشر دخپل کورپه دروازه کي په ډزو سره ووژی، دپیښي له ځایه څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي چي روستم خان ددو نامالوموټرسایکل سورو له لوری دخپل کور په دروازه کي تربرید لاندی راغي اوځای پرځای ووژل شو.

که څه هم روستم خان مري دبلوچ منګل قومي غورزنګ یوتکړه مشر وو اودسیاست میدان ته یی له همدغه غوزنګ سره یوځای وردانګلي وو، خو له تیرو څو کلنو څخه یی په یادشوی تنظیم کي خپل فعالیتونه محدود کړی وو.

له سیمي څخه پولیس وایی تراوسه پوري څرګنده نده چي نوموړي چا اوله څه کبله وژلی دي، اونه یی هم تراوسه چا دمرګ پړه په غاړه اخیستي ده، له بله لوری څخه خبرورکول شوی،  او وایی دشافي بلوچ مړي چي یوه اوني مخکي دنامالومو وسلوالوله لوري څخه تښتول شوی وو تیره ورځ دبولان دبی بی ناني په سیمه کي موندل شوی دي، شافی بلوچ دبلوچستان دبلوچو دازادو زدکونکو دټولني مشر وو، شافي بلوچ یوه اوني مخکي دبلوچستان دمستونګ په سیمه کي دنامالومو وسلوالو له لوری له یوه بس موټر څخه تښتول شوی وو.

دنوموړي مړي تیره ورځ له قانوني کړنو څخه وروسته خپلو قریبانو ته وسپارل شو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x