افغانستان

هرات کې هوایي برید ته د عبدالله غبرګون؛«د تاوتریخوالي زیاتول مو په مذاکراتو کې له دریځ سره مرسته نه کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ونډه وال او د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله»  په هرات ولایت کې د یوه بندي  د خلاصون په خوښۍ کې تیارو شوو مراسمو باندې د دولتي ځواکونو هوایي برید غندلی او له وژنو او وینې بهونې څخه د لاس اخستلو غږ یې کړی.

د پخلاینې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرات ولایت په «ګذره» ولسوالۍ کې هوایي برید ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي وژلي، چې د توجیه نه وړ عمل دی  « د تاوتریخوالي زیاتوالی او د ملکي وګړو وژل د توجیه نه وړ عمل دی. د بین الافغاني مذاکراتو په را نږدې کېدو تمه کېده، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د جګړې د تلفاتو ارقام د «بشري فاجعو» ښودنه کوي او ولسي وګړي د جګړې اصلي قربانیان دي، چې دخيل اړخونه یې باید د مخنیوي لارې چارې وسنجوي «موږ د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړو، چې د ولسي وګړو ځان او مال ته په احترام قایل شي او له ویني بهونې او وژنو لاس واخلي. دوی باید وپوهېږي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د مذاکراتو په مېز ددوی له مقام او دریځ سره مرسته نشي کولای.»

خبرپاڼه کې عبدالله عبدالله د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او له «مسئولینو» یې غوښتي، چې پېښه وڅېړي او پایله یې له خلګو سره شریکې کړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د «ادرسکن» او «ګذره» ولسوالیو تر منځ سیمه کې دولتي هوایي ځواک په هغه مراسمو بمبار وکړ، چې له بګرامه د یوه بندي د خلاصون په خوښۍ کې جوړ شوي وو.

په یاد برید کې تر اویا پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

طالبانو، امریکا او بیلابېلو جهتونو یاد برید وغانده.

طالبانو وویل، چې د تازه خلاصو شویو بندیانو پر کورونو چاپې او بریدونه زیات شوي او دا ډول کړنې هغه بندیان چې «عادي ژوند» پیلول غواړي؛ وسلو اخستلو ته اړ کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx