افغانستان

د حکومت پر خلاف قهریدلي قومي مشر حاجي حسن خان احمدزي د ولس په نامه پيغام خپور کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ په کابل کې د بغلان یو قومي مشر د خلکو او ښځو په یوه لویه مجمعه کې د حکومت له لوري د عام وژنې پر ضد احتجاجا خپله لنګۍ پر ځمکه وویشتل او بیا یې خپلې جامې او پرتوګ د خلکو او تلویزوني کامرو پر وړاندي ووایستل او په جذباتي انداز یې پښتانه د حکومت پر خلاف پاڅون ته را وبلل.

تفصیلي ویډیو او وینا:

په ټولنیزو پاڼو کې د نوموړي دغه عمل په پراخه توګه تر نشرېدو وروسته او په اړه یې د پراخو غبرګونونو را پارېدلو وروسته هغه پر خپل فیسبوک پاڼه یو پيغام خپور کړی دی چې په لاندي ډول دی:

سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم د هېواد او په ځاګړې توګه د بغلان غیور ولس ته!

نن مې په یوه غونډه کې د مظلوم او محکوم ولس د حقوقو د دفاع په خاطر دا عمل تره سره کړ، غني زمونږ د عزت جامې ټولې راڅخه ووېستلې او زمونږ ټول حقوق یې په نورو قومونو ووېشل، له څو ورځو راپه دېخوا په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان کې بې ګناه ولس بمبارد او د ډېسي ړندو توپونو تر برید لاندې وژل کېږي، په نظام کې یو چارواکی هم خپل غږ نه اوچتوي. زمونږ ملت ریښتینې سولې ته اړتیا لري او دا هغه څه دي چې په نظام کې ډېری چارواکي یې پر وړاندې خنډ جوړوي. نن زمونږ ملت یوه مړۍ ډوډۍ ته اړتیا لري؛ خو موجوده نظام د دې په خاطر چې فقر او بېکاري له منځه یوسي، زمونږ د وژلو لپاره یې د مرګ په نوم بله قطعه جوړه کړې ده.

ما ته د افغانستان له هر ګوډ څخه د ورځې په سلګونو پښتون ملت را رواروان دی او حتی ژاړي خپل حقوق غواړي، امنیت غواړي، د ناموس او د عزت پناه غواړي.

زه الحمدلله رک روغ یم او هر څه چې کوم هغه مې د دې کړېدلي ملت پر وړاندې خپل درد او احساس دی نه پیسو ته اړتیا لرم نه دندي او نه هم شهرت ت همدا مې درد وو احساس وو چې نور مې له توان څخه ووتلو مجبور شوم له ډیره درده د خپل ویده قوم دا راويښولو لپاره دا کار وکړم نن مې د خپل زورېدلي ملت لپاره خپلې جامې څیرلي او چې تر څو ژوندی یم، د دې ملت د حقوقو د دفاع په خاطر به له هرې ممکنې لارې څخه کار اخلم. په ننۍ غونډه کې له ټولو ګډونوالو څخه د زړه له تله مننه کوم. مونږ نور غلي نه کېنو او تر هغې به مبارزه کوو چې تر څو مو خپل حقوق نه وي تر لاسه کړي.

هېره دې نه وي چې له مونږ سره د دې غونډو او ولسي حرکتونو په رأس کې قومندان زرداد فریادي، زه په خپله او نور ډېر مخور مشران هم ګډون وال دي او پر مخ به ځو انشاءالله.

په درنښت

الحاج حسن خان احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیوم کوچی

حسن احمدزي ولې په غونډه کې پرتوګ وویستلو تاسو یې له حقیقت څخه خبریاست؟ حسن احمدزی په پارلمان کې د بغلان د خلکو د هغه نجس استازي مامور احمدزي پلار ده چې څه موده مخکې له یو تلویزیون سره مرکه کې وویل چې دولت باید د بغلان په ډنډغوري سیمه بمبارونه نور هم زیات کړي حسن احمدزی د یو بیچاره ژرندګړي زوی ده ددغه بې ننګه پلار اوس هم ژوندی ده او ده له کوره شړلی هر وخت به یې خپل پلار وهلو پلار بېچاره یې اوس هم په خپله زړه ژرنده کې شپې سبا کوي د ډنډغوري د ببرو… نور لوستل »

مجاهد

قیوم کوچی صاحبه ! تاسی هماغه د غنی اکا یاست او که دا نوم مو هسی د کوم دلیل له مخی ځانته خوښ کړی، که تاسی هماغه د غلام اشرف غنی غلام قیوم کوچی نه یاست ، لمړی خو دا په ډاګه کړه چه تاسی دا نوم هسی خوښ کړی د غلام غنی غلام قیوم کوچی نه یاست او دوهم خلک د هغوی نومونه خوښوی چه د ویاړنی او افتخار وړ یا لږ ترلږه د کرکی وړ نه وی. ستاسی د تبصری له محتویاتو معلومیږی چه تاسی هم د اشغال او غلامی مخالف یاست یعنی د غنی اکا نه یاست… نور لوستل »

مجاهد

قیوم کوچی باید له خپل خبیث نوم وشرمیږی چه د نجیب ګاو او غلام غوی غلام اکا دی . د کرزی دوره کی اشغال ته اشغال او د غلام غویی دوره کی چه ماسکو کی سفیر وټاکل شو او بیلونر جوړ شو . اوس د هغه مبارز او مجاهد مشر مقابل کی ګډی ودی وایی دوی ټول ملحدین دی پرون د روسانو او نن د امریکایانو غلامان دی د ډالرو او مقام د پاره پخیل ناموس هم اړ نه دی څومره شرم اوره چه اشغلګرو ته یی قضایی مصونیت ورکړو یعنی د غلام غویی په کور او نورو لوړپوړو چارواکو… نور لوستل »

احمد

ما ویل چې دا به مظلوم وي نو که د قیوم کوچی خبری حقیقت وی بیا خو ده دا کار د ملت لپاره نه بلکه د خپلو ګټو لپاره کړی.

Adam Khan

ZA KHUSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
ZA KHUSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM

KA KHABAR SHOM CHE PAKHTOON DA CHA GHULAM SHO

غ. حضرت

که د کوچی صیب څرګندونه سمه او صحیح او مؤثقه وی نو:
باید د حسن خان غوندی کسانو د پښتونولۍ او قوم پرستۍ پر تابوت دوه نیم لېټره د حسرت اوښکی توی سی.

جمیل

د بیشرفه غلام غنی دوستان باید همداسی بیحیا او بیغیرته وی .
د خلګو او د کمرو په مخکی په لو ږیره داسی بیحیا کار تصادفی او احساساتی ندی خامخا تر شا نور اهداف لری .
د چا چی حیا نه وی د ایمان پوښتنه یی مه کوی .

طوطی

بالاخره خپلی جامی یی واغوستلی او که همداسی لوڅ کورته ولاړ؟

خبری خو یی ټولی ریښتیا وې کاش چی طالبان هم نوره د پنجاب لمن پریږدی او اعلان وکړی چی لدی ورسته هر پښتون د طالبانو ساحی ته تلی شی، هلته کار کولای شی، آزادانه تګ او راتګ کولای شی، خو متاًسفانه چی دومره پښتانه چی طالبانو شهیدان کړی په ولاکه حکومت او یا امریکی شهیدان کړی وي.

طوطی

قیوم کوچی خو حس خان څخه په دوهم وار پرتوګ وویست او زه یی هم په خپلو خبرو پښیمانه کړم. دا نوری خبر لا پسی له کومه شوی.

مونږه څومره ساده خلک یوه، ډیر زر قضاوت کوو او مهمه دا چی ټول مجتهدین یو هر یو له خپلی ګیډې فتوی ګانی ورکوی.

دوکتور غروال

د بغلان سپیڅلی قومی مشر خپل اعتراضی اواز پورته کول د غونډی غړیو ته ددی غلامی حکومت پر ضد د ویاړنی دی ، ددی قاتلانو او چورکوونکیو غلامانو له خوا ملت د تباهی سره مخامخ دی چی نن نه وی نونږدی راتلوونکی کښي حتمآ ملت ددی اجنبیو غلامانو پر ضد راپورته کیدونکی دی ، ددی غیرتی قومی مشر د کالیو لیری کول مفهوم باید صحیح تشریح کړۍ شی یعنی دی قاتلانو چورکوونکیو اجنبیو غلامانو د ملت ژوندیو څخه اوس ددوی کالیو چور باندی هم شروع کړۍ دی ، دواحد ملت بریالیتوب په برخه دی او دا د ډالرو غلامانو او… نور لوستل »

عبدالواحد

کاشکی په ټولوپښتنوکی دده ۱٪غیرت اواحساس وای دپښتنواحساس فعلاً مړدۍ غیرت یی ختم سوۍ دۍ

Karwan

عبدالواحد وروره،
زه نه پوهيږم چه حسن خان څه کاره دي!
ايا دقيوم کوچي ادعا رښتيا ده او که کوچي هم د غني رذيل سره تړاو لري؟. مننه کاروان

مجاهد

مونږ له پوره څیړنو وروسته کومه ارزونه تبصره کی لیکلی د قیوم او غنی ( تره او وراره ) په اړه چه څه لیکلی هغه سمه مګر د هغه کس په اړه ارزونه می ناسمه او بیرته می واخستله بخښنه کوی وروسته چه له پوره حقایقو خبر شوم ناوخته وو دا تبصره می زما د مخکی تبصری د جبران د پاره ولیکله

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx