د امت لويان

امام بخاري او اوسپنیز هوډ!

امام بخاري (رحمه الله) حدیثونه ولیکل، له یو زرو ایا (۱۰۸۰) شېخانو او د حدیثو له حافظانو یې احادیث زده کړل، صحیح حدیثونه به یې لیکل او هغه حدیثونه به یې پرېښودل، چې د هغو په ثبوت ک به یې شک و، د امام بخاري (رحمه الله ) د حافظې قوت ته خلک داسې حیران شول، چې ګنې دا د حافظې لپاره کومه دوا کاروي، امام بخاري چې به یو ځل کتاب ته وکتل؛ نو دومره حدیثونه به یې زده کړل، چې نورو به په ډېرو میاشتو کې نشو یادولای.

امام بخاري (رحمه الله) دېر لوی عالم و، یو لک صحیح او دوه لکه غیر صحیح حدیثونه یې زده وو، په زرګونو شاګردان به یې څنګ ته راتلل، علم به یې ترې زده کاوه او د هغه په شاګرۍ به ویاړېدل، د هغه په مشهورو شاګردانو کې امام مسلم (رحمه الله) دی، چې په احادیثو کې یې الجامع الصحیح نو مې کتاب لیکلی. علماوو په لاندې ډول د امام بخاري ستاینه کړی ده: ابن خزیمه ر(رحمه الله) ویلي دي: زه له فقهاوو، عابدانو او پرهېزګارو سره کېناستم؛ نو چې څومره زه پوهېږم له امام بخاري (رحمه الله) څخه مې ډېر پوه کس ونه لید، بخاري په خپل وخت کې داسې حیثیت درلوده لکه عمر (رضي الله عنه) په صحابه وو کې.

امام بخاري دېر عبادت کوونکی و، د رمضان د میاشتي په لومړیو کې به له خپلو ملګرو سره یو ځای کېده، لمونځ به یې کوه، تر دې چې قرآن کریم بې ختم کړ، په تهجدو کې به یې له نیمایي څخه تر درېیمې برخې قرآن کریم لوست، هر ورځ به یې یو ځل د قرآن کریم ختم کاوه او ویل به یې: د قرآن کریم د هر خت پره مهال دعاء قبلېږي، خپل مالونه به یې پر بېوزلو او مسکینانو وېشل، بخاري د غشو ویشتل هم یاد کري وو، د علم زده کړې له دې کار څخه بند کړی نه وه، بلکې دا کار به یې پر هر مسلمان فرض ګانه.

امام بخاري به په خپل جومات او کور کې د علم غونډې جوړولې، تر څو خپل علم مسلمانانو ته په میراث پرېږدي، له هېچا څخه یې خپل علم بند نه کړ؛ خو دومره وه چې د بخارا امیر (خالد بن احمد) له امام بخاري (رحمه الله) څخه غوښتنه وکړه، چې خپل کتابونه له ځان سره راوړي او د هغه په کور کې د هغه بچیانو ته درس ووایي، امام بخاري یې دغه غوښتنه ونه منله او ورته یې ویل: څوک چې د علم زده کول غواړي؛ نو د علم مجلس ته دې راشي، علم ته خلک راځي، علم په چا پسې نه ځي، زه نشم کولای چې خلک له خپل علم څخه محروم کړم! د پاچا استازي ته یې وویل: د پاچایانو دروازه ته ورتلو سره زه خپل علم نه سپکوم، که علم ته یې اړتیا وي؛ نو جومات ته دې راشي او که دا یې خوښه نه وي؛ نو ما دې له کېناستو منعه کړي، چې د قیامت ور ورځ مې الله تعالی ته عذر جوړ وي.

امام بخاري (رحمه الله) دېر کتابونه کیلي، تر ټولو مشهور یې الجامع الصحیح دی، چې په صحیح البخاري هم پېژندل کېږي، په دې کتاب کې د احادیثو تر لیکلو مخکې به یې غسل او دوه رکعته لمونځ کاوه، په شپارس کالو کې یې دغه کتاب ولیکه او مطلقا تر ټولو کتابونو صحیح کتاب شمېرل کېږي. امام بخاري (رحمه الله) د کوچني اختر په شپه د هجرت په ۴۵۶ کال له دنیا تر هغې وروسته سترګې پټې کړې، چې نړی یې په علم ډکه کړې وه، الله تعالی دې پرې رحم وکړ.

لیکواله: سلوی العضیدان

نا امیده کېږه

ژباړه مولوي احسان الله مصلح او محمد ظاهر عمار

کمپوز: ابراهیم ال-افغانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x