
امام بخاري رحمه الله او د بخارا حاکم
مولوي محمدرضاء رحماني
امام بخاري رحمه الله چې کله د شام او عراق څخه بېرته نیشاپور ته راتلو نو د نیشاپور مشهور محدث محمد بن یحی ذهلي رحمه الله خپلو ملګرو ته وویل چې زه د امام بخاري رح د استقبال لپاره ورځم ، که د چا زړه غواړي استقبال دې راسره وکړي.
ددې اعلان څخه وروسته د نېشاپور څخه تر دوه او درې میله لرې پورې خلکو د امام بخاري رح استقبال وکړ ، چې کله نېشاپور کې مام بخاري رح د أحادیثو د درس سلسلة شروع کړه نو په زرګونو طالبان په درس کې شریک شول.
لېکن څو ورځي وروسته چا د (خلق قرآن) یوه اختلافي مسئله را پورته کړه ، او په امام بخاري رح یې تور پورې کړ ، ډېر زر یې د درس لړۍ ختمه شوه ، یواځې امام مسلم رح ورسره پاتې شو ، آخر امام بخاري رح نا اومیده شو خپل وطن بخارا ته روان شو.
د بخارا خلکو چې کله د امام بخاري رح د نېشاپور څخه د راتلو خبر واورېده ، نو ډېر په شوق یې د امام بخاري رح استقبال وکړ ، بخارا ته په راتلو سمدستي یې د أحادیثو د درس لړۍ پیل کړه، دلته هم په زرګونو طالبانو په درس کې ګډون وکړ.
خو د حسد ګرو سره ډېر فکر پیدا شو ، امام بخاري رح ته یې دسیسه جوړه کړه ، د بخارا حاکم خالد بن احمد ذهلي یې په دې خبره اماده کړ چې امام بخاري رح ته په دې خبره أمر وکړي چې دده ځامنو ته د بخاري شریف او تاریخ کبیر درس ورکړي ، هغه وو چې د بخارا حاکم امام بخاري رح ته قاصد ور ولېږه چې ته شاهي دربار ته حاضري راوړه، چې ماته او زما ځامنو ته د بخاري او تاریخ کبیر درس شروع کړې.
امام بخاري رح د هماغه قاصد په ژبه پیغام ور ولېږه چې زه د دین علم د بادشاهانو په دروازو کې نه ذلیل کوم ، چې څوک یې چې لولي نو ماته به راځي!
د بخارا حاکم دوهم ځل پیغام ور ولېږه ، چې که ته نه شې راتللی نو زما ځامنو لپاره یو خاص وخت وټاکه چې په درس کې بل څوک ورسره شریک نوي، امام بخري رح ځواب ورکړ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم أحادیث د ټول أمت لپاره یو شان دي زه یې له آورېدو څوک نشم محروم کولای.
که زما دا ځواب دې خوښ نه شو نو زما د درس د منع کولو أمر صادر کړه چې زه خو هم د الله تعالی په دربار کې څه عذر وړاندې کولای شم! په دې خبره حاکم ډېر خفه شو.
حسدګرو د حاکم په مشوره پر امام بخاري رح د انحراف او بدعتي تور پورې کړ، او هم د بخارا د پرېښودو أمر ورته وشو ، امام بخاري رح ډېر غمجن شو، خپلو مخالفینو ته یې ښېرا وکړه ، إې الله! څنګه چې دغه حاکم زه ذلیل کړم همدارنګه ده او دده فامیل ته ذلت او رسوائي وښایه.
یوه میاشت تېره نه وه چې د مسلمانانو خلیفه هغه حاکم د څه جرمونو په وجه معزول کړ ، مخ یې ورته تور کړ په خره یې سپور کړ د بخارا په ټول ښار کې یې رسوا او ذلیل وګرځاوه ، بیا یې بندیخانې ته ولېږه له څو ورځو شکنجو او ذلت وروسته ومړ ، او دده ملګري هم الله تعالی په مخلتفو مصیبتونو کې راګېر او هلاک کړل.
نن ټول أمت ددې خبرې شاهد دی چې بخارا ، سمرقند چې د علماؤ مرکزونه وو د علماؤ د بې قدرۍ او ناشکرۍ په وجه الله تعالی علم او علماء واخیستل ، تر سوونو کالو هلته کوم داعي پاتې نه شو ، دا هغه د علماؤ سره د دښمنۍ پایله وه.
اللهم احفظنا من غضبك وسخط اوليائك