نړۍ

له ۸۶ کلونو وروسته نن په آیا صوفیا جومات کې د جمعې لمونځ اداء کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ له ۸۶ کلونو ځنډ وروسته د ترکیې استانبول ښار په آیا صوفیا جومات کې د جمعې لمونځ اداء شي.

ددې ترڅنګ د استانبول ښار په اروپايي برخه کې د «بایکال» په نوم د یو هوټل څښتن اعلان کړی، چې د جمعې لمانځه لپاره راتلونکو هغو کسانو څخه د اوسېدو کرایه نه اخلي، چې له لرې ښارونو څخه هلته ورځي.

آیا صوفیا جومات چې ۸۶ کلونه وړاندې د ترکیې سیکولر(بې دینه) پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شوی ؤ، دوه اونۍ وړاندې د ترکیې سترې محکمې د یو حکم له مخې د جومات اعتبار ورکړ، چې له امله یې ترکي ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو د محکمې له دغې پرېکړې هرکلی او ملاتړ وکړ.

که څه هم د عیسوي نړۍ مشرانو د ترکي محکمې د دغې پرېکړې په اړه خپلې اندېښنې ښکاره کړې؛ خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د ټولو بهرنیو فشارونو په وړاندې کلک دریځ ونیو او دا یې د ترکیې داخلي مسئله وبلله.

نن د جمعې سهار وختي له لمانځه وروسته د ترکیې په ۱۸ ولایتونو کې ټول ترکي ولس په خپلو کورونو او کار ځایونو کې له موزیم څخه جومات ته د آیا صوفیا بیرته راګرځېدو له امله د «شکرانې» لمنځونه کړي او ټاکل شوې، چې نن د جمعې لمونځ هم هلته اداء شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له ترکیانو څخه اسلام زده کړی بهتره به وی نسبت لدی چی ### څخه یی زده کوی. دومره پیسی چی هر ورځ د افغانانو د وژلو له پاره مصرفیږی ورباندی همداسی لوی جمات مو د کابل د کوه آسمایی په سرکی جوړولای شوای. هلته به خلک په هوایی زینو چی د برق په وسیله یی کار کاوو ختل او خپل لونڅ به یی په شوق او ذوق سره بیا ترسره کاوه نه داچی د طالبانو د امارت په وخت چی خلک یی په زوره # جمات ته کش کول او ډیری خلکو به اوس هم نه درلود ځکه چی یو… نور لوستل »

طوطی

کاش چی ترکیان وای نه افغان. خو له بده مرغه چی جاهله خلک همدغو ترکیانو ته هم وایی چی حکومت یی لیبرالی دی دین له سیاست څخه جلا بولی او داسی نور. و به وینو چی دا د دین پتنګان په حورو مین به داځلی څنګه یو حکومت جوړ کړی د قدری او کنز له مخی ځکه چی دوی خو په ساینس او تکنالوژی یقین نلری. په ټولو پښتنو سیمو کی یی مکتبونه تړلی ساتلی، معلمان یی یو پر بل پسی شهیدان کړل، قومی مشران هم ترور کړل مقصد چی کلی چی یو با رسوخه او پوه انسان نباید پاتی… نور لوستل »

Karwan

طوطي تبليغاتچي هسي #، او ښه ښکرور دروغ دي شروع کړي. په ټولو سيمو کي دطاليبانو تر ولکي لاندي دامکان تر حده ټول مکتبونه او مدرسي فعالي دي، اما ستا باداران يي نشي تحمل کولي او هره ورځ ئي په ديسي توپنو ورانوي. دا حقيقت اوس ټول ملت ته روښانه دي! غني او عبدالله بيدينه به تر ځو د اولس عام وژني په دوام د قدرت په ګدي پاته کيږي. يو تعداد بي ضميره اشخاص مو په دالړو رانيولي او فکر کوي چه ټول ملت درسره ولاړ دي. کله چه دملت وخت راشي ستاسي جسدونه به دسپو غوندي خلک په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x