افغانستان

امریکا له کابل حکومت سره نږدې ۱۲۷ میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل):  په کابل کې د امریکا سفیر وایي، هیواد یې په روغتیایي او ښوونیزو سکتورونو کې له افغانستان سره ۱۲۶ میلیونه ډالر مرسته کوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا حکومت د بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۳۶.۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ۹۰ میلیونه ډالر نور له روغتیایي او ښوونیزو سکتورونو او سیمه ییزو ادارو د ملاتړ په موخه د نړیوال بانک له لوري مرسته کېږي.

خبرپاڼې په کابل کې د امریکا  د سفارت د سرپرست «راس ویلسون» له خولې لیکلي، چې امریکا د افغانستان له حکومت، نړیوالو مرستندویه ادارو او نړیوالو شریکانو سره په اړیکه کې ده او دې پراخې بیمارۍ سره د مبارزې په برخه کې یې ملاتړ کوي.

امریکا  داسې مهال تر سل میلیونه ډالر زیاته مرسته حکومت ته ورکوي، چې افغانان د حکومت له لوري د نړیوالو مرستو د مصرف پر څرنګوالي شکمن دي  او اندېښنه ښيي، چې ښایي نړیوالې مرستې هم د کورنیو عایداتو په څېر شخصي جیبونو ته ولاړې شي.

تر دې وړاندې هم له کرونا سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو حکومت ته پراخې مرستې  ورکړې، خو په مصرفولو کې يې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

غلو سره مرستی کچیری طالبان حکومت سره یوځای وای بیابه نو دا مرستی ښی په ترتیب او په منزمه توګه په مصرف رسیدې خو زه مطمین یم چی دا مرستی کله هغه نوری به حیف و میل شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx