روغتیا

اونۍ کې یو وار کاکوي چاکلیټ خوړل زړه ته ګټور دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل): چاکلیټ یو له هغو شیانو څخه دی چې نږدې د هر عمر کسان یې خوښوي، ماشومان، ځوانان، ښځې او سړي. دا د زړه لپاره ښه دی، سټریس کموي او په مزاج ښه کولو کې مرسته کوي.

یوې وروستۍ څيړنې موندلې چې لږ تر لږه اونۍ کې یو ځل د چاکلیټ خوړل، په ځانګړي ډول تور یا کاکوي چاکلیټ د زړه حملې خطر کمولی شي. څیړنه زیاتوي چې دا په کورونري یا زیاتېدونکې شریان ناروغۍ د اخته کېدو خطر ۸ سلنه کموي.

د بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل په وینا، طبي پوهانو څرګنده کړې چې چاکلیټ له نباتي کیمیکلونو څخه ډک دي، دا سوزش کموي، وینه له غوټه کېدو ساتي چې په واسطه یې جریان ښه کیږي.

د څيړنې مشرې لیکوالې شیاکریت کریتاناونګ ویلي، «زموږ څیړنې دې ته اشاره کوي چې چاکلیټ زړه ته د وینې جریان په روغ ساتلو کې مرسته کوي».

هغه زیاتوي، په دغه څيړنه کې (۳۳۶۲۸۹) هغه کسان چې چاکلیټ یې خوړلي تجربه شول، پایلو ښودلې هغه چا چې په اونۍ کې یو ځل چاکلیټ خوړلي د هغو په پرتله چې نه یې دي خوړلي د کورونري شریان ناروغۍ خطر ۸ سلنه ټيټ دی.

څیړونکي وایي چې د زړه ناروغي په نړۍ کې د مړینې عمده لامل دی، او کورونري شریان ناروغي کولی شي د زړه حملې او د زړه فشل کېدو خطر زیات کړي.

ډاکټران وایي چاکلیټ په مغزو کې د مینې او خوښۍ هرمون ته ورته کیمیاوي «اوکسیټوسین» ماده تولیدوي.

دغه راز ډاکټره شیاکریت کریتاناونګ زیاتوي، چاکلیټ داسې تغذیې لري چې زړه سالم ساتي، لکه فلافونایډز، میتیلزانتین، پولیفینول او سټاریک اسیدونه، کوم چې ممکن التهاب کم کړي او په بدن کې د ګټورو کولیسترولو کچه لوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx