
بشري حقونو کمېسیون: هرات کې هوایي برید ولسي وګړي وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، په هرات ولایت کې د دولتي ځواکونو په وروستي هوایي برید کې د دقت او پاملرنې اصل تر پښو لاندې شوی او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دوې ورځې وړاندې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د خوښۍ په هغه مراسمو بمبار وکړ، چې د یوه طالب بندي د خلاصون په مناسبت جوړ شوي وو او تر اویا پورې ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د بشري حقونو د خپرونو او اطلاعاتو رییس «ذبیح الله فرهنګ» په دې تړاو طلوع نیوز ته ویلي «د هرات د ادرسکن په قضیه کې د پاملرنې اوډاډ اصل تر پښو لاندې شوی او په یاد برید کې متاسفانه ولسي وګړي وژل شوي.»
بشري حقونو کمېسیون داسې مهال په هرات کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر تاییدوي، چې د کابل حکومت دفاع وزیر بیا په برید کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ردوي او ادعاء لري، چې په برید کې یوازې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاده دې وي، چې په هرات ولایت کې د ولسي وګړو پر کورونو شوی هوایي برید د طالبانو او امریکا تر څنګ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» او نورو بېلابېلو جهتونو وغانده او په دې تړاو یې د څېړنو غوښتنه وکړه.
د عبدالله عبدالله په خبره، وژنې او وینه بهونه د مذاکراتو په مېز کې د کوم اړخ له دریځ سره مرسته نشي کولای؛ نو ځکه باید له وژنو لاس واخستل شي، او د تاوتریخوالي ګراف راټيټ شي.
په ورته وخت کې طالبانو هم یاد برید «وحشت» وباله او یاده یې کړه، چې دا ډول بریدونه به هغه تازه خلاص شوي بندیان وسلو اخستلو ته اړ کړي، چې «عادي ژوند» پیلول غواړي.