افغانستان

زابل کې د بندي وفات؛طالبان وایي،بشري بنسټونه دې ددوی د بندیانو د وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د زابل ولایت په مرکزي زندان کې يې یو تن بندي د مسئولینو د بې پروايي له امله له یوې علاج وړ ناروغۍ څخه وفات شوی.

د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې «حمیدالله» د «مراد خان» د زابل ولایت اوسېدونکی د همدې ولایت په مرکزي زندان کې بندي وو، چې له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا له ناروغۍ کړېده او د زندان له مسئولینو یې په پرلپسې ډول د درملنې غوښتنه کوله؛ خو د هغوی د نه پاملرنې له امله تېره ورځ وفات شو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غوره چلند او په قصدي ډول ناروغ پریښودل چې د وفات سبب يې شو په کلکه غندي.»

طالبانو ددې تر څنګ په بشري بنسټونو او حقوقي ادارو غږ کړی، چې ددوی د بندیانو د وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، د ناروغو بندیانو د درملنې لپاره ګامونه پورته کړي او «د کابل ادارې په چارواکو فشار وارد کړي چې له بندیانو سره خپل چلند انساني کړي.»

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له خپلو بندیانو سره په زندانونو کې له کېدونکي «غیرانساني» چلند سر ټکوي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر بندیان د شکنجو، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د زندان د مسئولینو د بې پروایۍ له امله وفات شوي؛ خو حکومت او د بشري حقونو بنسټونه یې په اړه غلي پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی ( چه راست کی یی امریکایی دجالان قرار لری ) د بشری بنسټونو په شان ټول ښه اصطلاحات او بنسټونه لکه تش په نامه ملګری ملتونه ، بشری حقوق ، مدنی ټولنی، د ښځو حقوق ، ټاکنی ، د بیان ازادی او او او … دوی د مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره جوړ کړی د دوی له خوا تمویل او دیکته کیږی چه د دوی د استعماری ګټو د باره وکارول شی او په څنګ کی یی د رښتینو بنستو مخه هم نیولی که کوم یو جوړ هم شی دوی ورسره رقابت به واسطه محوه… نور لوستل »

طوطی

د حکومت دی کور آباد چی صحرایی محاکمه پری نکوی. چی طالبان چی کله هم دولتی عسکر ګیر کړی اول یی وژنی بیایی جسد ته اور اچوی. بله خبره چی د زابل شفاخانه خو تاسو طالبانو دړې وړه کړه ستاسو بنده به یی چیری بستری کړای وای؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx