افغانستانخبرونه

د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د ۴۰ هېوادونو مشران راغوښتل شوي

نن ټکی آسیا: د بهرنیو چارو وزرات نن /چنګاښ ۱۰مه/ اعلان وکړ چې تر ۴۰ زیات هېوادونو مشران یې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته رابللي.

ددغه وزارت وینا عبدالشکیب مستغنی نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې تر ۴۰ زیاتو هېوادونو ته یې بلنلیکونه لیږلي.

ده زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزرات د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د کمېسیون غړیتوب لري او زیات شمېر تشریفاتي ترتیباتو مسئولیتونه دغه وزرات ته سپارل شوي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ اعلان وکړ چې د زمري په ۱۰مه چې د اختر پنځمه کیږي واک نوي ولسمشر ته سپاري.

بهرنیو چارو وزرات دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلو اعلانېدل یو ځل بیا وځنډول. ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۳۱مه به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانیږي او ۱۰ ورځې وروسته به واک نوي ولسمشر ته سپارل کیږي.

که له یوې خوا د بهرنیو چارو وزرات او ارګ د زمري په ۱۰مه د واک سپارلو اعلان کوي خو په عین حال کې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې پایلې ورته د منلو نه دي.

داسې راپورونه هم ورکول شوي چې ولسمشر کرزي، مرستیالان او بهرنیان د دواړه کاندیدانو د جوړ جاړي او ائتلاف لپاره کار هڅې پيل کړي.

که څه هم ډاکتر اشرف غني څو وار اعلان کړی چې هيچا سره جوړجاړی نه کوي خو د چارو شننونکی وحیدمژده وايي چې هیڅ یو نوماند اراده نه لري، ډاکتر اشرف غني به هغه کوي چې د بهرنیو لخوا ورته وویل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x