ټولنیزه برخه

د باحيثيته او بې حيثيته خلکو ۶ نښې

ژباړه: ظاهر عمار

باحيثيته خلک د هر چا درناوی کوي.
بې حيثيته خلک فقط د موقف او قدرت لرونکو کسانو درناوی کوي.

باحيثيته خلک هڅه کوي په هر حال خپله ژمنه پوره کړي.
بې حيثيته خلک په آسانۍ ژمنه کوي خو ډېر لږ ورته وفادار پاتې کيږي.

باحيثيته خلک په خورا شفافيت خپل نظر بيانوي.
بې حيثيته خلک ډېر کله د خلکو غيبت کوي او بدې ردې وايي.

باحيثيته خلک لاپې شاپې نه وهي.
بې حيثيته خلک سخت د ځان ښودنې شوقيان وي.

باحيثيته خلک شهرت طلبه نه وي.
بې حيثيته خلک په پوره لېونتوب د شهرت ترلاسه کولو هڅه کوي.

باحيثيته خلک کوښښ نه کوي چې د هر چا خوښ شي.
بې حيثيته خلک سخت کوښښ کوي چې د هر چا خوښ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx