افغانستان

د سعودي د افغان سولې د هڅو څخه د ملاتړ وعده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۹ل): د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره د خبرو پر مهال د افغان سولې په اړه غږېدلی او سعودي له خپله اړه د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې حنیف اتمر لومړی د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د صحت پوښتنه کړې، د هغه د صحت لپاره یې دعا کړې او بیا یې مننه ځیني کړې چې سعودي هر وخت د افغانستان دوست هیواد پاته شوی او په دې وروستیو کې يې د سلګونو مکتبونو جوړولو وعده کړې.

د خبرپاڼې سره سم د سعودي بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم د پاچا د صحت د پوښتنې مننه کړې، د افغانستان د حکومت او د سولې د روانو هڅو ملاتړ باندي يې تاکید کړی او وعده یې کړې چې سعودي به د افغان سولې په برخه کې د هر راز همکاري او ملاتړ ته چمتو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا بیشرمه ، د کفارو خدمتګار او په عیاشی کی غرق آل سعود کومه ورځ د فلسطین ، کشمیر ، عراق ، سوریه ، برما او د نړی د نورو ځپل سوی او مظلومو مسلمانانو د دفاع لپاره څه وکړل چی اوس بیا د افغان سولی لپاره هڅی کوی ؟ د دوی هڅی به خامخا د مجاهدینو په تاوان او د کفری اشغالګرو او د هغو د غلامانو په ګټه وی . دوی په افغانستان کی د کفری اشغال پر ضد د افغانانو جهاد ناروا وباله او د بامیان د بت د ساتلو هڅی یی هم وکړی خو د بت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx