نړۍ

د مهاجر نړیواله ورځ په پاکستان کي

two-young-afghan-boys_101214-f-2185f-378د جون د میاشتي شلمه چي د مهاجر د نړیوالي ورځي سره سمون خوري،دا ځل د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بلوچستان ولایت دنوي کیمپ سرانان په پنډ غالي کي په یو ډول بېلو او خاصو مراسمو سره ولمانځل سوه.

دا غونډه د افغان کډوالو د آدبي ټولني له خوا د افغانانو په دوولسم نمبر ښوونځي کي جوړه سوې وه،چي د افغان کډوالو په ګډون د افغان قونسلګرۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یونیسیف او نور دهغه موسساتو ,(WESS),(UNHCR) نماینده ګانو ګډون کړی وو کوم چي د افغان کډوالو پوري اړه لري.

غونډه سهار پر اته بجې د نوموړي ښوونځۍ د یوه ممتاز شاګرد عبدالمالک جان له خوا د قرآنکریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.
له کمي وقفې وروسته د موسیقي ګروپ له خوا د افغانستان او پاکستان ملي سرودونه وړاندي سول چي ټول ګډونوال د ملي سرود تر ختمېدلو پوري د هغوۍ د احترام په خاطر د خپلو چوکیو مخ ته لاس پر نامه ولاړ وو،کله چي غبرګ ملي سرودونه پای ته ورسېدل د غونډي تکړه عنانصر غلام علي نصرت دریځ په خپل واک کي واخیست او د افغان قونسلګرۍ په نمایندګي راغلي مېلمه د مهاجرینو د چارو رئيس امدادالله خان عزیز ته بلنه ورکړه تر څو د غونډي ګډونوالو ته د خپلو مسئولیتونو او اجرا سوو کارونو په اړه معلومات وړاندي کړي
ښاغلي امدادالله خان د خپلي وظیفې او خدمتونو په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړه او ژمنه یې وکړه چي تر وسه به د افغان مهاجرو و ستونزو ته غوږ نیسي او هغه به تر مسئولو مقاماتو رسوي.
د پروګرام په دوهمه برخه کي د افغان کډوالو د آدبي ټولني مشر چي د غونډي کوربه وو ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلی ووایه او د پولي ها خوا او دې خوا د افغان مهاجرو پر ستونزو او له مسئولو موسساتو څخه یې د هغوی د حل غوښتنه وکړه
له خوا راغلي نماینده ښاغلي اورنګزیب UNHCR ورپسې د
خان اڅکزي د افغان مهاجرو لپاره د اړوندي خیریه موسسې مسئولیتونه بیان کړه او تر خپله وسه یې د هغو د عملي کولو ژمنه وکړه.
تر هغه وروسته د ()د موسسې له طرفه راغلي میلمنو لکه هر یو بشیر خان کاکړ،ملک فضل الرحیم کاکړ او رافع خان اڅکزي په د غونډي ګډونوالو ته خپل خدمات په ډاګه کړل او د افغان مهاجرو سره یې د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ
ورپسې د کچلاک د کډولاو په نمایندګي ښاغلي تادین خان تره کي چي د موسساتو له مرستي خوښ نه ښکارېده ګډونوالو ته یو ډول اعتراضیه وینا وکړه چي د ټولو افغان کډوالو رایه یې خپله کړه او د نوموړي وینا یې په درنو چکچکو بدرګه کړه.
همداراز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له خوا د کراچي له ښار څخه راغلي مېلمه بشیر افغان بیا د پاکستاني پولیسو له چلند څخه سر ټکاوه او وېې ویل:ـ هغه افغان کډوال چي په کراچي کي ژوند کوي د پولیسو له خوا زورول کېږي،بند ته اچول کېږي،بیا تر دوو یا درو میاشتو بند وروسته دلسو یا پنځلسو زرو پاکستاني روپيو په بدل کي له پاکستاني بنده خلاص او له وطن څخه شړل کېږي
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چي دا ډول عمل ته د پای ټکی کېږدي او دا زورونه ودروي.
همدارنګه د کیمپ یو تن قومي مشر او ګڼو ویناوالو خپلي ویناوي وکړې چي وروسته د یادي ادبي ټولني غړي غلام علي نصرت د مهاجرو د نړیوالي ورځي په ویاړ یوه لنډه مشاعره وړاندي کړه، تر هغه وروسته د محمد داود خاورین له خوا د افغان مهاجرو د ژوند په باب جوړه سوې یوه خندوونکې ډرامه وړاندي سوه چي د یو تریخ حقیقت ښکارندویي یې کوله.
په پای کي د کډوالو د آدبي ټولني مشر له ټولو راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه او ګواښ یې وکړ چي که چېري شوي ژمني عملي نشي او د افغن مهاجرو هغه حق چي د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل سوی افغان مهاجرو ته ونه رسېږي نو د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو د قوانینو په رڼا کي به په سوله ئیز لاریون لاس پوري کړي.
یادونه:ـ  په پاکستان کي د افغان مهاجرو ۳۲ کاله کېږي چی تراوسه د ژوند له بنیادي حقونو (صحت،تعلیم او اوبو) له ستونزو سره مخ دي چي له دې جملې څخه ځیني هغه کیمپونه دي چي هیڅ پاملرنه نه ده ورته سوې او د څښلو لپاره د هیڅ ډول اوبو اسانتیا نه لري
او ځیني داسي کیمپونه دي چي یواځي لس فیصده د موسساتو له مرستي برخمن دي لکه نوي کیمپ سرانان چي د هفتې یواځي سل لیتره اوبه پر کور ورکوي

خپرونکی:ـ رحمت الله آرینزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x