نظــر

د شهید مولوي عبدالبصیر (همت) د شهادت د لومړي تلین په مناسبت‎

مـــــــــــــــېړني دي چې یادیږي
په ســـــــــــــــــندرو هم په ویر

له کله نه چې الله رب العزت په نړۍ کې د حق او باطل پلویان پیدا کړل له هغه مهاله تر قیامته به ددواړو ډلو تر مینځ سیالي روانه وي ، نیک او بختور خلک هغه څوک دي چې د کایناتو د پیدا کونکي رب په لار کې ولاړ او په همدې لار کې قربان شي ځکه الله (ج) انسان ددې لپاره نه دی پیدا کړی چې وخوري او وڅښي نفس یې چې څه امر ورته کوي هغه پلی کړي لکه څنګه چې د لا دینه او سیکولرانو معتقدات دا وایي !

د حق او باطل د لارویانو تر مینځ په تېرو امتونو او د تاریخ په اوږدو کې ډېرې سیالي تر سره شوې دي اهل حق که څه هم ډېر قرباني شوي وي خو په پایله کې بری د الله (ج) له وعدې سره سم ضرور د دوۍ په برخه شوی دی باطل او اهل یې له تاریخي ماتې او شرمندګي سره مخامخ کړی دی ، موږ ته هم چې تېرو اسلامي اتلانو صحابه کرامو او اسلافو له باطل او پلویانو سره یې د ډغرو او بیا د رانسکورولو درسونه پریښي دي ، تعقیبوو یې او پر هغه کرښه به روان یو ، که څه هم د وخت له یوه داسې طاغوت سره مقابله وي چې په عصري ټیکنالوجي او خیالي غرور سمبال وي .

د حق او باطل د ډغرو او بیا د طاغوت د را پرزولو له میدانونو څخه یو هم زموږ ګران هیواد افغانستان دی چې د تاریخ په اوږدو کې هر باطل چې دګران هیواد د نیولو او د هیواد سپېڅلی اسلامي نظام د ړنګولو تکل کړی دی له شرمونکي ماتې سره مخامخ شوی دی دبیا لپاره یې په توبو توبه ګار کړی دی !!

انګرېز ، چنګېز او روسانو چې د اتلو مسلمانانو افغانانو کوم ګوزارونه په مخ خوړلي دي مخونه یې لا تر اوسه پړسیدلي او په خوبونو کې متدین افغانان ګوري چې په خپلو کورونو کې یې خو بونه پرې تښتولي دي !

د نن صلیبي فرعوني یرغل هم چې په لومړیو وختونو کې په ډېره سپین سترګي او خپلې عصري ټیکنالوجي د درلودلو په غرور او هواکې ـ چې د هیچا خبره یې غوږ ته نوه لوېده ـ زموږ د ګران هیواد په حریم تېری وکړ ، د هیواد سپیڅلی اسلامي شرعي نظام یې د غرب په لنډه غره ډیموکراسي بدلاوه او په دې لار کې ددوۍ لاسپوڅو هیواد دښمنه ځینو تش په نامه افغانانو بې کچې مرسته ورسره وکړه خو له الهي نصرت څخه وروسته چې د مخلصو مسلمانانو موعود دی ، صلیبي یرغلګر له خپل نا ولي هوډ څخه پښېمانه کړل اوپه خپلې عصري ټیکنالوجي د نازېدو د غرور له بامه یې پړ مخې را وپرزول !!

هغه بې دینه امریکا چې په اساسي قانون کې یې د بندیانو د تبادلې په نوم هیڅ وهمي ماده هم نه وه خو میړني طالب یې په اساسي قانون کې یاده شوې ماده ور ځای او پرې ومنله او دې ته یې اړ کړه چې نور په هر ډول او بهانه چې وي له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او خپلې شرموونکې ماتې ته نیمګزۍ پرده ولټوي!

منو چې د وینې قرباني د اسلام د مقدس دین د رښتینو اتلانو بچیانو په برخه وي چې پایله او نتېجه یې راتلونکي نسل ته په لاس ورځی هغه اتلان او د غربي علمانیت پر خلاف یې چې خپل روحونه قربان کړل یو له هغو څخه ښاغلی محترم مولوي صاحب عبدالبصیر (همت ) وو چې دصلیبي یر غلګرو په خلاف یې دولس کاله وسلواله مبارزه وکړه ،صلیبیان او د هغوۍ تالۍڅټي یې د ویر په ټغرونو کینول ، نوموړي په دې لار کې ډول ډول ستونځې او کړاوونه وګالل په غرونو او رغونو کې یې په لوږه او تنده کې شپې سبا کولې ، ټپي شو ، بې خوبه شو ستونځې یې وګاللې خو ستړی نه شو اوپه اخر کې د تېر کال د مبارکې روژې په خلورم ماښام د اسلام د سپېڅلې لارې د قربانیانو د کاروان مل شو !

ښاغلي (همت) ،ملا سیف الرحمن (منصور)، ملا سنګین ، مفتي ګل احمد (احرار)او دافغانستان د خپلواکي نور مبارزانو که څه هم له پاني نړۍ څخه رخصت اخیستی دی خو یادونه به یې تل د تاریخ په زړه او د ملت په ذهنونو کې یاد وي ، او انځورونه به یې صلیبي یرغلګرو ته په خوبو نو کې ورځی او خوبونه به پرې تښتوي !

موږ ویاړو چې د بوه داسې ملت بچیان یو چې تل یې په غیرت او مېړانه کې دتاریخ پاڼې زرینې کړې دي، پردي او یرغلګرو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي ، په اخر کې د ستر څښتن دربار ته یو ځل بیا لاسونه لپه کوو چې زموږ د مېړنیو شهیدانو شهادتونه قبول او منظور کړي او د مولوي صاحب (همت) او نورو بهادرو شهیدانو خالي ګاوې د دوۍ په څېر له با دیانته او مخلصو کسانو ډکې کړي!

لیکوال: شاکر مموزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځـــــــــــــــــــــــیر

الله تعالی دې د شهید همت شهادت قبول او مقبول کړي او الله تعالی د د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین ټول په خپل حفظ کې وساتي ، حقیقت دی چې شهید همت د لوړ همت او لوړو اخلاقو خاوند وو ، د صلیب جرړې یې ایستلې او د حق په لاره کې ډېر جدي وو ، عهمري جذبه یې لرله!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x