افغانستان

نن یوځل بیا له څرخي پله زندان څخه ۵۰ طالب بندیان آزاد شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ زمري، ۱۳۹۹ل): له اوږده ځنډ وروسته نن یوځل بیا د دوحې تړون مطابق ۵۰ تنه طالب بندیان د څرخي پله زندان څخه آزاد شول.

د طالبانو د بندیانو د کمیسیون یوې سرچینې نن ټکي آسیا ته تایید کړه، چې نن د شنبې په ورځ(۴ زمري) ۵۰ تنه هغه طالب بندیان له څرخي پله زندان څخه آزاد شوي، چې طالبانو یې لیست حکومت ته سپارلی وو.

په ورته مهال په کابل کې د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون تخنیکي هیئت مشر مولوي ضیاء الدین واقف هم دا خبره تایید کړې، چې له څرخي پله زندان څخه ننني آزاد شوي بندیان د دوی د لیست مطابق او هغه بندیان چې د حکومت لخوا یې دوسیې سختې بلل شوې وې.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د دوحې تړون مطابق باید ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد او تر هغه وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي، چې ددې پروسې په لړ کې تراوسه ۴۴۵۰ طالب او ۸۴۱ حکومتي بنیدیان آزاد شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x