افغانستان

نبیل: کابل حکومت کې ځیني ګمارنې د پاکستان په خوښه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس «رحمت الله نبیل» حکومت تورنوي، چې پاکستان ته یې امتیازونه ورکړي او ځیني ګمارنې د یاد هیواد په خوښه کوي.

نبیل دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې. نوموړي وویل، چې حکومت په ډیورنډ معامله کړې، پاکستان ته یې اقتصادي او تجارتي امتیازونه ورکړي او حتی په ځینو مواردو کې ګمارنې د پاکستان په خوښه کوي.

د نبیل په خبره، که حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ په سر معامله نه وي کړې، نو بیا ولې د هغه اغزن تار په اړه چوپ دی، چې د  پاکستان له لورې په دې کرښه تېرېږي.

دده له قوله، د ملي ګټو د تامین په برخه کې دین او مذهب باید په نظر کې ونه نیول شي او پاکستان له دې امله ښه ګاونډی ونه بلل شي، چې ګواکي هغه د مسلمانانو د کلمې ورور دی.

نوموړي امریکا تورنه کړه، چې د خپلو ګټو په خاطر له افغانستانه پښې سپکوي او دده په باور، جګړه افغانانو ته پرېږدي.

نبیل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د وژلو په هڅو هم تورن دی، د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا له لوري د سولې په روانه پروسه شک وښود او ادعا یې وکړه، چې افغانان د سولې له بهیر څخه لیري ساتل شوي.

نبیل داسې مهال حکومت له پاکستان سره په معامله تورنوي، چې په دې وروستیو کې په کونړ ولایت او یو شمېر نورو سیمو باندې د پاکستاني ځواکونو راکيټي بریدونه زیات شوي او په ننګرهار کې د پاکستان له لوري تازه تاسیسات جوړ شوي.

څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ ولسوال ادعا وکړه، چې حکومت له دې امله له دندې وشاړه، چې دده په خبره، د پاکستاني تاسیساتو مخه یې نیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نبیل ډبیل مبیل د ناتو او امریکا تر ټولو لوی چاسوس او ملی خاین دی که نه نبیل کومی مسلکی زده کړی یا تجربه لرله چه د اشغال به شروع کی د امنیت یا د استخباراتو وحشت مشر جوړ شو. اوس هم د ناتو او امریکا د مافیاوی کړیو سره اړیکی او دندی لری د خلیلزاد د وژلو قصد یی درلود، د څو جیدو علماوو او سیاسی مهم شخصیت وژنه د نبیل په واسطه ترسره شوی چه امریکایان یی بیا کوم وزیر وټاکی او که نه مافیاوی غړیتوب خو به ورسره لری .

رحمت الله

سلامونه او نیکی هیلی می و منی دا چه طالبان ادعا کوی چه د افغانستان اسلامی امارت بر حال دی، که داسی وی نو په د موضوع کی پړه یوازی د کابل په اداره سمه نه دی د اسلامی امارت مسؤلین هم باید پړه وبلل شی او د داسی ملی مسؤلو په سر طالبان هم باید چپ پاته نه شی د پاکستان د داسی کړنو مخه باید ونیسی نو که داسی و نه کړی دوه سواله پیدا کیږی اول داچه په عمل د اسلامی امارت نفی کول دی او یا کومی ادعاوی چه د اسلامی امارت او پاکستان د اړیکو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x