افغانستان

هیواد ته د هغو افغانانو د جسدونو د رالېږد لړۍ روانه ده، چې د ترکیې په اوبو کې ډوب شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیواد ته د هغو افغان کډوالو د جسدونو د رالېږد لړۍ روانه ده، چې میاشت وړاندې د ترکیې په یوه سمندرګي کې ډوب شوي وو.

اطلاعات روز ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند «حامد تهذیب» له خولې لیکلي، چې نن هم ۱۲ جسدونه د ترکیې له لوري افغاستان رالېږدول کېږي.

د تهذیب په خبره، پنځه جسدونه د ترکیې له لوري په یاد هیواد کې خښ کړل شوي؛ خو د پاتې جسدونو د رالېږد لړۍ د «اریانا» او «کام اېر» شرکتونو په همکارۍ سره روانه ده.

کابو میاشت وړاندې د ترکیې په جنوب ختیځ «وان» سمندرګي کې هغه کښتۍ ډوبه شوه، چې د بېلابېلو هیوادونو د کډوالو تر څنګ افغانان هم پکې سپاره وو او غوښتل یې د شپې له تیارې څخه په ګټه اخستو د ترکیې او ایران له پولې تېر شي.

په دې کښتۍ کې چې ویل کېږي، ټولټال ۵۹ تنه پکې سپاره وو له ډلې يې دېرش تنه افغانان دي.

یاده دې وي، چې هر کال زرګونه افغان ځوانان او افغانې کورنۍ اروپا ته مخه کوي، او هلته د تګ په موخه د ترکیې او ایران لاره غوره کوي، چې له ډلې یې سلګونه کسان هر کال په لارو کې مري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx