نړۍ

جرمني کې د الوتکې نسکورېدو له امله ۳ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د لویدیځو رسنیو د راپور له مخې د جرمني په نوردر این وستفالن ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې د سقوط پېښه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه شوي دي.

فوکس آنلاین ورځپاڼې د نوردر این وستفالن ایالت د وزل ښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې دا پېښه نن هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یوې وړوکي الوتکې د اسوګنې کور سره ټکر وکړ.

د پولیسو د وینا له مخې په دغه پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او الوتکه هم ویجاړه شوې ده.

په سمدستي توګه پولیسو د الوتکې د نسکورېدو علت نه دی په ډاګه کړی؛ خو د پېښې په هکله یې د پلټنو پیلولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x